د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

ټوله ایټالیا قرنطین شوه


د اروپايي ټولنې غړی هېواد ایټالیا ۶۰ میلیونه نفوس لري.
د اروپايي ټولنې غړی هېواد ایټالیا ۶۰ میلیونه نفوس لري.

ایټالیا هغه قرنطین چې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې د دې هېواد په شمال کې ټینګ کړی و، اوس ټول هېواد ته پراخ کړ.

د ایټالیا صدراعظم جوزپې کونتې د دوشنبې په ناوخته په دې اړه یو فرمان لاسلیک کړ. په دې فرمان کې له خلکو غوښتل شوي چې له هغو سیمو چې دوی په‌کې اوسېږي یوازې د مهو کارونو، روغتیايي مسئلو او یا نورو محدودو دلایلو لپاره بهر سفر وکړي.

نوموړي ایټالویانو ته ویلي چې په "کورونو کې پاتې شي" او همدارنګه‌یې په دې هېواد کې د فوټبال د سیالیو په ګډون په عمومي غونډو بندیز لګولی دی.

د ایټالیا صدراعظم جوزپې کونتې
د ایټالیا صدراعظم جوزپې کونتې

د دوشنبې په ورځ د خپرو شویو شمېرو له مخې تر اوسه په ایټالیا کې ۴۶۳ کسان د کرونا وایروس وژلي او ۹۱۷۲ نور پر دې وایروس اخته پېژندل شوي دي.

تر دې مخکې د مارچ په اوومه نېټه د ایټالیا په شمال کې د کرونا د مخینوي لپاره محدود تدابیر اعلان شوي وو.

د کرونا وایروس چې شااوخوا درې میاشتې مخکې په چین کې راپیدا شو، تر اوسه د نړۍ لږترلږه ۱۰۶ هېوادونو ته پراخ شوی او په ټوله نړۍ کې یې نږدې ۴۰۰۰ کسان وژلي دي چې ډېر یې په چین کې دي. همدارنګه پر دې وایروس په نړۍ کې تر ۱۱۳۰۰۰ زیات کسان اخته پېژندل شوي دي.

د اروپايي ټولنې غړی هېواد ایټالیا ۶۰ میلیونه نفوس لري.

د دې هېواد صدراعظم د دوشنبې په ماښام په یوه ټلوېزیوني وینا کې دا هم وویل: " زه کور کې پاتې کېږم."

نوموړي زیاته کړه: "په ټوله ټاپو وزمه کې باید له سفر کولو ډډه وشي او یوازې په هغه صورت کې سفر وشي چې د مسلکي دلایلو او یا هم د روغتیايي اړتیاوو له کبله د توجیه وړ وي."

د ایټالیا صدراعظم د فرمان له مخې د کرونا وایروس سره د مبارزې دا تدابیر به د اپرېل تر درېیمې نېټې پورې پر ځای وي. د دې معنی دا ده چې په دې هېواد کې به ښوونځي او پوهنتونونه چې مخکې د مارچ تر ۱۵مې تړل شوي وو اوس به د اپرېل تر درېیمې نېټې پورې تړلي پاتې شي.

په عین حال کې د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

د دې سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس د دوشنبې په ورځ وویل، اوس دا وایروس په ډېرو هېوادونو کې خپور شوی او په یوې نړیوالې وبا یې بدلېدل تر ډېره نږدې شوي، خو ادهانوم په عین حال کې زیاته کړه، دا به تاریخ کې لومړنۍ نړیواله وبا وي چې کنټرولېدای شي.

XS
SM
MD
LG