د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

ارګ: قدرت ته د طالبانو بیا رسېدل ناممکنه فرضیه ده


ارګ
ارګ

د افغانستان ولسمشرۍ مانۍ د طالبانو بیا قدرت ته رسېدل یوه ناممکنه فرضیه بولي.

افغان حکومت وايي، د افغانستان اوسنی نظام دومره قوي دی چې وسله وال طالبان یې د خپلو ګواښونو په ترڅ کې له منځه نشي وړلی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل دې هېواد اوس تغیر کړي او طالباني نظام د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

هغه زیاته که: "هغه ګواښونه چې د طالبانو له لوري موږ ته متوجې دي موږ یې درک کوو د دې لپاره چې طالبان اوس هم زموږ پر خلکو، عام ځایونو او ښارونو بریدونه کوي، نو دغه ډله بیا نشي راتلای او قدرت تر لاسه کولای نشي دا یو ناممکنه فرضیه ده."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپنه ماڼۍ کې وویل، که امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي احمتال شته چې طالبان بیا قدرت ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ښاغلي ټرمپ ویلي، امریکا شل کاله په افغانستان کې وه نه غواړي چې شل کاله نور هم په افغانستان کې پاتې شي.

له بلې خوا درې امریکايي چارواکو د نوم نه اخیستو په شرط د ان بي سي نیوز سره د خپلو خبرو پرمهال ویلي هغه استخباراتي معلومات چې ترلاسه شوي د دې ښکارندوي کوی چې طالبان د لاسلیک شوې هوکړې پلي کولو ته ژمن نه دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي که طالبان دې د لاسلیک شوې هوکړې مطابق اورکم، اوربند او بین الافغاني خبرو ته ژمن پاتې نشي د سولې ټینګښت ناممکن دی.

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي شنونکي وايي، افغان حکومت اوس په خپلمنځي ستونزو کې راګیر دی.

د سیاسي چارو پوه ناصر شفیق وايي، د ټرمپ وروستۍ خبرې د افغانستان حکومت ته یو ګواښ دی.

هغه وايي: "د ټرمپ وروستي خبرې افغان حکومت ته یو ګواښ دی، د دې لپاره چې افغان حکومت له یو بن بست سره مخامخ دی، دغه حکومت باید هر څومره ژر چې کېږي له نور سیاسي اړخونو سره یو مشارکتي حکومت رامنځته کړي او د سولې لپاره لاره هواره کړي څو د سولې له خبرو وروسته یو نوی حکومت رامنځته شي."

په همدې حال کې د امریکا او روسیې حکومتونو په یوې ګډې اعلامیې کې ټینګار کړی چې د اسلامي امارات بیا راتګ ورته د منلو وړه نه دی او نړیواله ټولنه او ملګرو ملتونو به یې په رسمیت ونه پېژني، امریکا د تیرې اوونۍ د شنبې په ورځ له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې په راتلونکي ۱۴ میاشتو کې امریکایان له افغانستان څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG