د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

ترکیه کې د بېلابېلو جرمونو په تور له ۱۰۰۰ډېر افغانان بندیان دي


د ترکیې د استانبول ښار
د ترکیې د استانبول ښار

په ترکیه کې له زرو زیات هغه افغانان چې په سړي تښتونې، جنسي تیریو، وژنو او د نشه یي توکو د قاچاق په جرمونو تورن دي د زندان ورځې شپې تیروي.

د آزادي راډیو د موندنو پر بنسټ چې په استانبول ښار کې د افغانستان له قونسلګرۍ ترلاسه شوې، د افغان کډوالو له خوا د جرمونو په کچه کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغو موندنو پر بنسټ، د روان کال تر غبرګولي میاشتې یو زرو یو سل او پنځوس تنه افغان کډوال په سړي تښتونې، جنسي تیریو، وژنو او د نشه یي توکو په قاچاق د ترکیې د پولیس لخوا نیول شوي.

په داسې حال کې چې دغه شمېر تېر کال د غبرګولي په میاشت کې ۴۵۰ تنو ته رسېده.

په نیول شويو کسانو کې یوازې ۳۳۳ تنه يې بی ګناه پېژندل شوي او پاتې نور يې په زندانونو کې بندیان دي.

د دغه موندونو په اساس د ترکیې په زندانونو کې ۱۵۰ بندي افغان ګډوال له دریو کلونو تر عمري بند محکوم شوي او پاتې نور يې د محکمې انتظار باسي.​

په استانبول ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ
په استانبول ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ

دغه مالومات یوازې د ترکیې د ۲۶ ولایتونو په اړه دي چې په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ ته رسېدلي دي او د انقرې په ګډ‌ون د دغه هېواد د نورو ښارونو په اړه معلومات نشته.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د دغه زندانیانو د شمېر په اړه دقیق معلومات نه لري خو زنداني کېدنه يې هم نه ردوي.

د دغه وزارت ویاند باسط انصاري د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل: "یو شمېر افغان ګډوال د ترکیې د قانون په اړه د معلوماتو د نه لرلو او ځینو نورو موضوعاتو له امله بندیان دي، خو د شمېر په اړه یې معلومات نه لرم، په دې ښايي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بشپړ معلومات ولري."

که څه هم د د بهرنیو چارو وزارت له ویاند ګران هېواد سره مو اړیکه ټینګه شوه خو دا چې نوموړی په سفر و وې ویل چې په دې اړه به بل وخت معلومات ورکړي.

له ایران او پاکستانه وروسته ترکیه درېیم هېواد دی چې ډېر افغان ګډوال په کې ژوند کوي.

وروسته له هغې چې ترکيې افغانانو ته د ویزو ورکول سخت کړل په وروستیو کې زیات شمېر افغانانو یاد هيواد ته غیر قانوني تګ پیل کړل.

که څه هم په دغه هېواد کې د غیر قانوني افغان کډوالو دقیق شمېر نه دی معلوم خو په استانبول ښار کې د افغانستان قونسلګري وایي ښايي په دې هېواد کې د غیر قانوني افغان کډوالو شمېر دوه لکه پنځوس زره کسانو ته رسېږي.

دغه شان په دې هېواد کې له پنځوس زره زیات قانوني کډوال ژوند کوي.

د دغو ګډوالو يوه برخه هغه کسان دي چې اروپا ته د تګ په هدف ترکیې ته رسیدلې.
د دغو ګډوالو يوه برخه هغه کسان دي چې اروپا ته د تګ په هدف ترکیې ته رسیدلې.

خو هغه کډوال چې په ترکیه کې د پولیسو له سترګو پټ ژوند کوي په ډېرو کمو پیسو له بېلابېلو شرکتونو سره کار کوي.

د دغو ګډوالو يوه برخه هغه کسان دي چې اروپا ته د تګ په هدف ترکیې ته رسېدلي.

وروسته له هغې چې په دې هېواد کې د کډوالو د پنا غوښتنې مسله د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ نه ترکيې ته انتقال شوه د پناه غوښتنې پروسه سخته او سسته شوه.

XS
SM
MD
LG