د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۹۲ تنو ته رسېدلی


د کرونا ویروس له کبله مړینه له ۷۷ نه ۹۲ او د مثبتو پېښو شمېر یې له ۲۳۳۶ نه ۲۸۲۲ ته پورته شو.
د کرونا ویروس له کبله مړینه له ۷۷ نه ۹۲ او د مثبتو پېښو شمېر یې له ۲۳۳۶ نه ۲۸۲۲ ته پورته شو.

په ایران کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له امله د مړينې شمېر په چټکۍ سره د ډېرېدو په حال کې ده.

د ایران د روغتیا وزارت تېره شپه وویل، د سه شنبې له ورځې تر پرون ماسپښین پورې دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله مړینه له ۷۷ نه ۹۲ او د مثبتو پېښو شمېر یې له ۲۳۳۶ نه ۲۸۲۲ ته پورته شو.

دا له چین وروسته چې د کرونا ویروس سرچینه بلل کېږي، د یوه هېواد دننه د پېښو او قربانیانو تر ټولو لوړې شمېرې دي.

د ایران د پارلمان مرستیال مسعود پزشکیان چې خپله د قلب جراح دی او پخوا د عامې روغتیا وزیر هم پاتې شوی، په خپلو څرګندونو سره اندېښنې نورې هم زیاتې کړي.

ده ویلي، ایران کې د کرونا پېښې له هغه څه ډېرې دي چې رسمي اعلان یې کېږي او د ده په ټکو ایران اوس په منځني ختیځ کې د کرونا ویروس د خپرېدو په مرکز بدل شوی.

نوموړي د ایران په حکومت له دې کبله نیوکه کړې چې د ده په باور مقدس ښار قم یې د کرونا ویروس له لومړۍ مثبتې پېښې وروسته قرنطین کړی نه دی.

پزشکیان له کرونا سره د جدي مبارزې غوښتنه کړې او زیاته کړې ده چې د ده یو شمېر ډاکټران ملګري هم پرې اخته شوي دي.

ایران حکومت ښونځي، پوهنتونونه، ټولنیز او فرهنګي مرکزونه تړلي او دغه راز یې په ځینو سیمو کې د جماعت لمونځونه بند کړي.

حکومت له خلکو هم غوښتي چې له کورونو را ونه وځي، خو په قم ښار کې زیارت چې هر کال زرګونه کسان ورځي، تر اوسه خلاص دی.

د فاطمه معصومې زیارت
د فاطمه معصومې زیارت

د ایران د پارلمان یوه غړي عبدالرضا مصري وړمه ورځ ویلي و، معایناتو ښودلې چې د پارلمان ۲۳ غړي هم په کرونا اخته شوي دي.

د ایران د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکار او د ایران د عامې روغتیا مرستیال هم کرونا نیولي و، خو اوس یې د ښه کېدو راپورونه ورکول شوي دي.

د ایران د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکاره
د ایران د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکاره

ایراني چارواکو ویلي، درې لکه ټیمونه یې ګمارلي چې له کرونا سره مبارزه وکړي.

دغه هېواد تېره ورځ اعلان وکړ چې په لنډ مهالي توګه ۵۴ زره بندیان پرېږدي چې زندانونو ته دغه ویروس لار پیدا نه کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، پر ایران د امریکا د بندېزونو له کبله دغه هېواد ته طبي وسایل او دارو درمل نه دي رسېدلي او ده ده په باور، همدې کار د کرونا ویروس له خپرېدو سره مرسته کړې.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د بشري حقونو نړیوال سازمان "هیومن رایټس واچ" له امریکا غوښتي چې پر ایران هغه بندیزونه لرې کړي چې د بشري مرستو رسولو مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG