د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

اردوغان: پوتین سره خبرې به سوریه کې له اوربند ټینګېدو سره مرسته وکړي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ وویل، هیله لري چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ده خبرې به په سوریه کې د اوربند له ټینګېدو سره مرسته وکړي.

اردوغان له پوتین سره تر کتنې یوه ورځ وړاندې په انقره کې وویل، په سوریه کې اوربند به په مسکو کې د روسیې له ولسمشر سره د ده د خبرو اصلي موضوع وي.

ده دا خبرې وروسته له دې خبریالانو ته وکړې چې د خپل هېواد په پارلمان کې یې د خپل ګوند غړو ته وینا وکړه.

په سوریه کې د ترکي ځواکونو عملیات
په سوریه کې د ترکي ځواکونو عملیات

ترکیه او روسیه چې هر یو په سوریه کې د جلا او سره مخالفو خواوو ملاتړ کوي، پر یو بل په ادلب ولایت کې د زیانګالي اوربند د نه‌رعایتولو تور پورې کوي.

ادلب په سوریه کې وروستۍ سیمه ده چې لاهم شخړه په‌کې دوام لري.

تېره اوونۍ ترکیې وروسته له دې په ادلب کې پوځي عملیات پیل کړل چې د دغه هېواد څه باندې ۳۰ پوځیان د سوریې د دولتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ووژل شول.

د ترکیې دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې تېره اوونۍ د دوی ټولټال ۳۷ پوځیان ووژل شول، خو په مجموع کې په تېره یوه میاشت کې په ادلب کې لږترلږه ۵۰ ترک پوځیان وژل شوي دي.

ادلب ته نږدې مېشت ترکي ځواکونه
ادلب ته نږدې مېشت ترکي ځواکونه

روسیې نن وویل چې په سوریه کې د ترکیې یرغل د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او انقره په ادلب کې د ځانګړو ترورېستي ډلو ملاتړ کوي.

په ادلب کې تازه نښتو د ترکیې لور ته د نږدې یو میلیون کډوالو سېل مات کړی او په مقابل کې یې ترکیې د یونان او بلغاریا خوا ته خپلې پولې د کډوالو پر مخ پرانیستې دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو نن ادعا وکړه چې یو لک او ۳۵ زره مهاجر له ترکیې څخه یونان ته اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG