د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

واشنګټن اګزمېنر: د امریکايي ځواکونو د وتلو موافقه له ننګونو او خطر ډکه ده


ځینې بهرنۍ ورځپاڼې
ځینې بهرنۍ ورځپاڼې

د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ هوکړې او له افغانستانه د متحده ایالاتو د سرتېرو د وتلو مسئلې یو وار بیا د نړۍ د یو شمېر رسنیو پام ځان ته اړولی دی.

  • وال سټریټ ژونال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي ولسمشر ډونالد ټرمپ واضح کړې چې ټول امریکایي سرتېري له افغانستان څخه باسي.

ورځپاڼې لیکلي راتلونکو څو میاشتو کې به روښانه شي چې دغه معامله سولې ته د رسېدو یوه لار ده او یا د امریکایي ځواکونو د وتلو یو سیاسي پوښښ.

د لیکوال په وینا ښه خبر دا دی چې د شنبې ورځې موافقه تر هغې ډېره ښه وه چې په سپټمبر میاشت کې یې تمه کېدله.

د وال سټریټ ژورنال د مقالې په دوام کې راغلي چې طالبانو په زرګونه امریکایي سرتېري وژلي او ډونالد ټرمپ باید هغوی کمپ ډېوېډ ته نه‌وی وربللي، هغه څه چې ټرمپ په پیل کې غوښتل او بیا هسې ونه‌شول.

  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼې لیکلي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو موافقه له ننګونو او خطر ډکه ده.

د مطلب په پیل کې راغلي کله چې متحده ایالاتو اعلان وکړ چې له طالبانو سره جنګ بندوي خورا تاریخي ورځ وه.

د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې شااوخوا ۸۶۰۰ امریکايي سرتېري به د لنډې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

د واشنګټن اګزمېنر په لیکنه دا اوس د افغانستان په حکومت پورې تړلې ده چې څنګه د اوږدې جګړې د پای ته رسولو په هدف له طالبانو سره موافقې ته رسېږي او سوله کوي.

ورځپاڼې لیکلي منتقدین په دې باور دي چې امریکا خپل افغان متحدین د اوربند له هېڅ ډول ژمنې او یا د سولې لپاره د طالبانو له تضمین پرته ځان ته پرېښودل.

په دوام کې راغلي کومه موافقه چې شنبه د امریکا په استازیتوب د زلمي خلیل‌زاد او د طالبانو په استازیتوب د ملا عبدالغني برادر له‌خوا لاسلیک شوه طالبانو ته لار پرانیزي چې د امریکا له ملاتړ برخه‌من افغان پوځیانو په وړاندې خپل جنګ ته دوام ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ګواښ کړی چې که کومه بده پېښه وشي امریکا به بیا افغانستان ته ولاړه شي او په داسې یوه قدرت به عمل وکړي چې چا یې ساری نه‌دی کتلی.

  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا او طالبانو تر موافقې وروسته افغانان هیله‌من دي، خو په عین حال کې یې وېرې هم په زړونو کې ځای نیولی.

۶۸ کلن حبیب‌الله بلوچ چې تېر نومبر یې په کابل کې شپږ کلن لمسی په یوه برید کې ووژل شو لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې سوله‌یې لویه هیله ده.

د ښاغلي بلوچ په حواله لیکل شوي چې هیله لري د امریکا او طالبانو موافقه چاودنې او امنیتي پېښې ختمې کړي.

تمه ده بین‌الافغاني خبرې د مارچ په ۱۰مه پیل شي، خو لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د دغې نېټې په نږدې کېدو سره ننګونې هم موجودې دي.

طالبان افغان حکومت په رسمیت نه‌پېژني او اخوا محمد اشرف غني چې د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی عبدالله عبدالله‌یې نه‌مني.

د ورځپاڼې په لیکنه ښاغلی عبدالله د ټاکنو پایله له درغلیو ډکه بولي او ځان‌یې بریالی اعلان کړی.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د دغو دواړو افغان مشرانو په اړه لیکلي چې دوی د مرکچي پلاوي په ټاکلو باندې دوه جلا لارې غوره کړي او دا په خپله له طالبانو سره د مستقیمو خبرو په وړاندې یوه مانع بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG