د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله ۴ ولایتونو لپاره والیان ټاکي


ارشیف
ارشیف

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله به په نږدې راتلونکي کې د څلور نورو ولایتونو والیان هم معرفي کړي.

له څو ورځو چوپتیا وروسته اوس یو ځل بیا د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله غواړي په څو نورو ولایتونو کې هم والیان معرفي کړي.

د دغې ټاکنیزې ډلې یو غړي فضل احمد معنوي ازادي راډيو ته وویل چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته د ولسمشریزو ټاکنو د لانجو د حل په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او اوس چې ولسمشرۍ غني د لوړې مراسمو لپاره بېرته چمتوالی پیل کړی، عبدالله عبدالله هم په ولایتونو کې والیان معرفي کوي.‎

فضل احمد معنوي
فضل احمد معنوي

هغه وايي: "د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې لیک له لاسلیک وروسته د ټاکنیزو لانجو د حل په برخه هېڅ پرمختګ نه دی شوی، هغو کسانو چې هم د امریکا او هم د افغان سیاستوالو له لوري مځنګړیتوب کاوه هغوی هم اوس کوم تګ راتګ نه لري، اوس چې ارګ د لوړې مراسمو لپاره چمتوالی نیسي، اجراییه ریاست هم په دې اړه بېرته خپلې ناستې پیل کړي او د والیانو د معرفي کېدو بحث یې بیا پیل کړی."

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله ته یوې بلې نږدې سرچیني هم ازادي راډيو ته ویلي، چې ټاکل شوې په تخار، بدخشان، فاریاب او دایکندي ولایتونو کې د عبدالله عبدالله له لوري والیان معرفي شي.

ورسته له هغې چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غنی د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی او د راتلونکو نورو پنځو کلونو لپاره هم ولسمشر اعلان کړ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې مشر عبدالله عبدالله د ټاکنو کمېسیون پرېکړه ونه منله او ځان یې بریالی وګڼو.

ښاغلي عبدالله اعلان وکړ چې یو ټول شموله حکومت به جوړوي او بیا یې یو شمېر ولایتونو ته والیان هم وټاکل چې له غبرګونونو سره مخ شول او دا لړۍ بیا د کورنیو او امریکايي منځکړو له خوا د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک لباره وځنډېده.

خو د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې یوازې هغه والیان قانوني او د باور وړ دي چې د منتخب ولسمشر له لوري استول شوي وي.

د دغې ادارې ویاند سید شاه سقیم وویل: "د قانون له مخې د یو ولایت لپاره والي ټاکل داسې دي چې یو کس به د سیمه ییزو ارګانونو له لوري ولسمشر ته ورپېژندل کېږي او ولسمشر به یې د یو حکم پر بنسټ د خپل استازي په توګه ولایت ته معرفي کوي، خو که د کوم ډلې یا چا له لوري والي معرفي کېږي، نه به والي او نه هم دا پروسه قانوني اهمیت ولري."

ولسمشرۍ ماڼۍ هم وایي چې اوسمهالی ولسمشر محمد اشرف غني به د کب میاشتې په ۱۹ نېټه د راتلونکو نور پنځو کلونو لپاره هم د لوړې مراسم تره سره کړي.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د ولسمشر غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي: "لکه څرنګه چې ټاکل شوې وه د کب میاشتې په ۱۹ به د لوړې مراسم کېږي، په همدې مشخصه شوې نېټه به ولسمشر غني د لوړې مراسم تر سره کړي."

مخکې تر دې ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړه لیک تر لاسلیک یوه ورځ مخکې د لوړې د مراسمو خبر ورکړی و چې د امریکايي چارواکو په وینا د دوی په خبره بیا دا نېټه وځڼدېده او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي غني له دې پرېکړې هرکلی کړی و.

XS
SM
MD
LG