د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو پړاو به دوام وکړي؟


د افغان ځواکونو یو ټانک د عملیاتو پر مهال.
د افغان ځواکونو یو ټانک د عملیاتو پر مهال.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې دا په طالبانو پورې اړه لري چې د تاوتریخوالي کموالي ته دوام ورکوي او که جګړه بېرته پخواني حالت ته وړي.

تېره شپه ۱۲:۰۰ بجې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي اوونۍ پای ته ورسېده.

  • خو له زیاتو خلکو سره پوښتنه دا ده چې ایا د تاوتریخوالي کموالی دوام پیدا کوي او که د جګړې دواړه لوري بیا پر یو بل مرګونې حملې کوي؟

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوې هوکړه کې په دې اړه څه ونه‌ویل شول، خو د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي فکر نه‌کوي چې وسله‌وال طالبان دې بیا تاوتریخوالی پیل کړي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک

اسدالله خالد د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۱۰» د افغانستان له ملي ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې دا پر طالبانو پورې اړه لري، خو هیله‌مندي يې وښوده چې دا پړاو دوام پیدا کړي ځکه د ده په وینا د تاوتریخوالي کموالی دایمي اوربند ته زمینه برابروي.

ښاغلی خالد زیاتوي: "د تاوتریخوالي اوونۍ یوه بېلګه نه‌وه، بلکې د دوام لپاره‌يې پیل وو او دا هم د شرایطو یوه برخه ده چې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ بالاخره په دایمي اوربند بدله شي."

افغان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد
افغان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه نن له غرمې وروسته د قطر په مرکز دوحه کې لاسلیک شوه.

دغه‌شان په کابل کې د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ترمنځ د دوامداره همکارۍ په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره شوه.

د تاوتریخوالي د کموالي اوونۍ د روانۍ فبرورۍ میاشتې په ۲۲مه پیل شوه چې د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد په وینا په ځینو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو له لوري لویې او وړې حملې ترسره شوې، خو افغان سرتېرو يې دفاع وکړه.

د کورنیو چارو وزارت وايي د دې اوونۍ په اوږدو کې طالبانو په کاپیسا، زابل، کندهار، هلمند، لوګر، میدان وردګ، بدخشان، سمنګان، بلخ، فراه، لغمان، ارزګان او هرات ولایتونو کې افغان ځواکونه په نښه کړي دي.

پلازمېنه کابل کې هم د کب په اوومه او اتمه نېټه دوه چاودنې وشوې چې په پایله کې یې یو تن ووژل شو او ۱۹ نور ټپیان شول. د دې چاودنو مسؤلیت چا ونه‌مانه.

که څه هم په دې اووه ورځو کې افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د حکومت یوې سرچینې ازادي راډيو ته ویلي چې د تاوتریخوالي د کمېدو د اوونۍ پر مهال ۲۱ تنه امنیتي ځواکونه او څلور ملکیان وژل شوي او ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډيو ته وویل که څه هم د تاوتریخوالي اوونۍ تېره شپه پای ته رسېدلې، خو له امریکا سره د سولې د کېدونکې هوکړې چې له امله‌يې افغانان زیات خوښ دي، طالبان به نن هم هېڅ حمله ونه‌کړي.

XS
SM
MD
LG