د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د افغانستان او امریکا د ګډې اعلامیې جزئیات


د افغانستان او امریکا ترمنځ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه د ګډې اعلامیې د خپرولو غونډه.
د افغانستان او امریکا ترمنځ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه د ګډې اعلامیې د خپرولو غونډه.

د افغانستان او امریکا ترمنځ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه ګډه اعلامیه کې دواړو خواوو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د یوې پراخ‌بنسټه او دوامداره سولې د توافق لپاره به په ګډه کار کوي، څو دغه توافق د ټولو افغانانو د ګټې او د سیمه‌ییز ثبات او نړیوال امنیت سره د مرستې لپاره، په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

  • له افغانستان څخه په متحده ایالاتو او متحدانو یې د د ترورېستي ډلو او افرادو د ګواښ په وړاندې تضمین
  • له افغانستان څخه د ټولو امریکايي او ائتلافي ځواکونو د وتلو مهالوېش
  • د افغانانو ترمنځ مذاکرات
  • او د افغانستان د حکومت له‌خوا د یوه ټول‌شموله مرکچي ټیم له لوري طالبانو سره د خبرو اترو په نتیجه کې سیاسي توافق ته رسېدل

د پراخ‌بنسټه دوامداره سولې د توافق څلور برخې یادې شوې دي.

د دې ګډې اعلامیې په لومړنۍ برخه کې راغلي افغان حکومت پر خپلې دې ژمنې ټینګار کړی چې دا هېواد به له نړیوالو ترورېستي ډلو او یا افرادو سره همکاري نه‌کوي او نه به ورته اجازه ورکوي.

همدارنګه په دې ګډه اعلامیه کې د امریکا متحده ایالاتو له افغان امنیتي ځواکونو او افغان حکومتي ادارو څخه یو ځل بیا پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی او په‌کې ویل شوي "په دې ملاتړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو د موجودې موافقې له مخې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو لوړول شامل دي چې د داخلي او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې توان پیدا کړي."

په دې اعلامیه کې د امریکا متحده ایالاتو له افغان حکومت سره ژمنه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به د خبرو اترو داسې اسانتیا برابروي څو دا یقیني شي چې د یو بل له حریمه ترسره کېدونکي فعالیتونه به د دې هېوادونو امنیت ته ګواښ نه‌پېښوي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه د ګډې اعلامیې یوه برخه.
د افغانستان او امریکا ترمنځ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه د ګډې اعلامیې یوه برخه.

د دې ګډې اعلامیې په دوهمه برخه کې ویل شوي چې افغان حکومت او د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ له لارې خپلو اهدافو ته رسېدو او ژمنو عملي کولو لپاره په دوامداره توګه د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د شتون د کچې او فعالیتونو په اړه سلا مشورې کوي.

ګډه اعلامیه زیاتوي چې پر هوکړه د طالبانو عمل ته په پام به افغان حکومت، امریکا او متحدین په ګډه دا ارزوي چې افغانستان کې څومره سرتېرو ته اړتیا شته.

اعلامیه وايي، امریکا به افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمیر ۸۶۰۰ ته راکموي او د دې اعلامیې له خپرېدو وروسته به ۱۳۵ ورځو کې له طالبانو سره نورې ژمنې عملي کوي.

امریکا به د نورو ځواکونو شمېر د طالبانو له‌خوا د توافق عملي کېدو ته په پام له متحدانو سره په سلا مشوره کموي چې په ۱۴ میاشتو کې به له افغانستان څخه د خپلو پاتې سرتېرو ایستل بشپړوي.

په اعلامیه کې د امریکا له‌خوا دا ژمنه هم شوې چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز او د هغوی د پیاوړتیا لپاره به په کلني ډول د مالي ملاتړ غوښتنه کوي څو افغانستان د کورنیو او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې خپل امنیت او خوندیتوب وساتي.

په شریکه اعلامیه کې یو بشپړ اوربند ته د رسېدو په پراخو هڅو ټینګار شوی او په وروستۍ برخه کې یې ویل شوي چې متحده ایالات به د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا د دې او نورو اړوند موافقو د په رسمیت پېژندو غوښتنه کوي او همدارنګه به متحده ایالات افغانستان سره د بیارغونې په چارو کې او اقتصادي مرستو ته دوام ورکوي.

د افغان دولت او امریکا ترمنځ دې ګډه اعلامیه کې پر دې هم ټینګار شوی چې د امریکا متحده ایالات به د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکي نه‌ګواښي، پر ضد به‌یې ځواک نه‌کاروي او د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه‌کوي.

XS
SM
MD
LG