د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

د کابل د زرګرانو له ټولنې د پولیسو غوښتنه؛ 'خپل امنیت خپله ونیسئ'


ارشیف، د سرو زرو د پلورلو دکان
ارشیف، د سرو زرو د پلورلو دکان

د کابل د زرګرانو ټولنه وایي چې امنیتي مسؤلینو له زرګرانو غوښتي چې د خپل امنیت لپاره وسله‌وال کسان وګماري.

دغه ټولنه وايي امنیتي مسؤلینو وروسته له هغې له دوی یاده غوښتنه کړې چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د نامعلومو وسله‌والو له لوري یو صراف ووهل شو او سرمایه‌يې وتښتول شوه.

د زرګرانو د ټولنې مشر ذبیح‌الله حبیبي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۰۸» ازادي راډیو ته وویل: "موږ د امنیتي مسؤلینو څخه وغوښتل چې د دې خلکو د امنیت ساتلو لپاره امنیتي پوستې جوړي کړي، دوی موږ ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت په پالېسي کې دا نه‌شته چې موږ دلته پوستې جوړې کړو او که تاسو پوستې جوړوئ د عامه محافظت څخه خپله خلک وګمارئ."

د کابل شهزاده سرای یو شمېر زرګران هم وايي چې د پولیسو د لومړۍ حوزې مسؤلینو دوی ته سپارښتنه کړې چې خپله لاس په کار او د خپلو مالونو د خوندیتوب لپاره په شخصي پیسو وسله‌وال کسان وګماري او امنیتي کمرې ولګوي.

د کابل شهزاده سرای
د کابل شهزاده سرای

دغې غوښتنې د کابل شهزاده سرای سیمه کې، هغه ځای چې د افغانستان د سوداګرۍ مرکز هم ویل کېږي، موجود زرګران د خپل امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

د کابل د په شهزاده سرای کې لږترلږه د زرګرۍ ۱۵۰ دکانونه او دغه‌شان لسګونه د پیسو د تبادلې مرکزونه موجود دي چې په ورځني ډول سلګونه افغانان د خپلې سوداګرۍ او د زرو اخیستلو لپاره سر ورښکاره کوي.

عبدالحکیم عزیزي او حسیب‌الله چې په شهزاده سرای کې دکانونه لري ازادي راډيو ته وویل: "هغوی وویل چې د سهار اته بجې مو زرګریانې خلاصې او د مازیګر پنځه نیمې یې باید وتړئ او که له پنځه نیمو شپږ بجې شوې، مسؤلیت‌یې په تاسو دی او که د سهار مو هم اووه نیمې یا ۰۷:۴۵ دقیقې خلاص کړ، مسؤلیت په تاسو دی."

"د حوزې امر راغی، موږ سره د زرګرو شورا کې کېناست، له موږ سره‌یې خبرې وکړې، موږ ته‌یې وویل چې تاسې خپله لاس په‌کار شئ او څلور پنځه مسلح کسان دلته وګمارئ، موږ دا پرېکړه کړې چې جمعې یا شنبې په ورځ کېنو په دې هکله پرېکړه وکړو یو څو نفره مسلح کسان ونیسو، معاش ورته وټاکو، سلاح او امر ورته واخلو."

خو د کابل امنیه قوماندانۍ د شهزاده سرای د ځینو زرګرانو دا ادعاوې ردوي او وایي چې دوی ۲۴ ساعته د عامو خلکو او سوداګریزو مرکزونو امنیت لپاره کار کوي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز

د دې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز په دې اړه وویل: "پولیس د لومړۍ حوزې اړوند د شهزاده سرای او هلته د موجودو زرګریو د امنیت د ساتلو لپاره پوره چمتووالی لري، ځکه چې دا یوه سوداګریزه ساحه ده، زموږ پولیس هلته ګمارل شوي او شپه ورځ د زرګریانو امنیت نیسي."

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې کابل ښاریان د غلاوو او جنایي پېښو له امله له لوی سرخوږي سره مخ ول.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت وايي چې د جنايي پېښو او وسله‌والو غلاوو پر ضد ځانګړی پیل شوی امنیتي کمپاین په لړ کې د جنايي جرمونو ګراف ټیټ شوی، خو لا هم د دې ښار له یو شمېر سیمو د غلاوو او وژنو راپورونه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG