د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

'له چین څخه د افغان محصلانو د انتقال بهیر ځنډېدلی'


د چین ووهان ښار
د چین ووهان ښار

د چین له ووهان ښار څخه افغانستان ته د لسګونه افغان محصلانو د انتقال بهیر ځنډول شوی.

په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم تأیید کړې چې دغه بهیر تر ناڅرګند وخت پورې ځنډېدلی او په افغانستان کې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي کمېټې په یو وراستولي مکتوب کې د دې ځنډ خبر ورکړی.

د ښاغلي قایم په وینا افغان دولت پرېکړه کړې وه چې د تېرې جمعې په ورځ باید افغان محصلان له چین افغانستان ته لېږدول شوي وی، خو تر هغې یوه ورځ مخکې ورته د دې پروسې د ځنډولو وویل شول.

ښاغلی قایم زیاتوي: "د عامې روغتیا وزارت په مشرۍ د کرونا وایروس سره د مبارزې کمېټه ده چې نورې ادارې لکه دفاع وزارت، هوايي چلند اداره، کورنیو چارو وزارت، د کرنې او مالدارۍ وزارت په‌کې شامل دي. دوی په دې اړه مسؤلیت لري او خپله وروستۍ غونډه‌یې کړې وه. دوی په دې غونډه کې له ووهان څخه د محصلانو د انتقال د ځنډولو پرېکړه کړې او سفارت ته‌یې مکتوب کې لیکلي چې تر بلې سپارښتنې پورې منتظر واوسو."

په چین کې افغان سفیر جاوېد قایم
په چین کې افغان سفیر جاوېد قایم

دا کمېټه چې د عامې روغتیا وزارت په مشرتابه جوړه شوې د دوشنبې په ورځ‌یې «۱۳۹۸ کال د کب ۰۵» لومړنۍ غونډه وکړه او په‌کې یې د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره د خلکو د تګ راتګ په برخه کې یو لړ پرېکړې وکړې. په دې کمېټه کې د څو وزارتونو او دولتي ادارو استازي برخه لري.

په چین کې د افغان سفیر په وینا دوی ته په استول شوي مکتوب کې دا ویل شوي چې ګومان کېږي ایران ته به د کرونا وایروس له ووهان ښار څخه د ایراني محصلانو د انتقال له کبله لار موندلې وي، نو ځکه افغانستان د خپلو محصلانو انتقال کې له احتیاط کار اخلي.

په ایران کې په کرونا وایروس اخته قرنطین شوی کس
په ایران کې په کرونا وایروس اخته قرنطین شوی کس

د هغو افغانانو شمېر چې د چین په کرونا ځپلي ووهان ښار کې بند پاتې دي ۴۲ تنو ته رسېږي چې ۳۲یې محصلان دي. د افغان چارواکو په وینا تر اوسه پورې له دې افغان محصلانو څخه هېڅ یو یې په کرونا وایروس نه‌دی اخته شوی.

مشعل جمال‌زی په ووهان ښار کې د مېشتو افغان محصلانو څخه دی.

نوموړي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل تر یوې میاشتې زیات وخت وشو چې دوی په دې ښار کې په قرنطین کې دي.

په چین کې افغان محصل مشعل جمال‌زی
په چین کې افغان محصل مشعل جمال‌زی

ښاغلی جمالزی زیاتوي: "یوه میاشت او درې ورځې کېږي چې موږ قرنطین کې یوو. حالت کې مو ډېر بدلون نه‌دی راغلی، خو مخکې مو خپل دولت ته هیله وه چې مرسته به راسره وکړي اوس مو هغه هیله هم له لاسه ورکړې."

د ووهان ښار د کرونا وایروس د راپیدا کېدو اصلي ځای بلل کېږي. دې وایروس تر اوسه پورې په چین کې تر ۲۶۰۰ زیات کسان وژلي دي همدارنګه‌یې ایران، ایټالیا، جنوبي کوریا، افغانستان، عراق، بحرین او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سرایت کړی.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې هېواد کې د کرونا وایروس له کبله د ۱۲ کسانو مړینه تأیید کړې په داسې حال کې چې ځینو ځايي رسنیو دا شمېر ۵۰ تنه بللی دی.

په ایران کې وقایوي تدابیر
په ایران کې وقایوي تدابیر

په ایران کې پر دې وایروس د لسګونه نورو اخته کېدل هم تأیید شوي دي. تر اوسه روښانه نه‌ده چې په ایران کې مېشت افغان کډوال هم په دې وایروس اخته کسانو کې شامل دي کنه.

خو د دوشنبې په ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وروسته له هغې په هرات ولایت کې چې د ایران سره شریکه پوله لري بېړني روغتیايي وضعیت اعلان کړ چې دغلته د کرونا وایروس لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوه.

د هرات ولایتي ادارې سر له سې شنبې په دې ولایت کې تر بل امر پورې ښوونیزې ادارې رخصت کړي او نور د عامه راټولېدو ځایونه‌یې تړلي دي. په دې ولایت کې همدارنګه پر غونډو او راټولېدو بندیز لګېدلی دی.

افغانستان کې د کرونا وایروس یوه مثبته پېښه ثبت شوه

د افغان چارواکو په وینا په اوو کسانو شک کېږي چې پر دې وایروس به اخته وي. د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې د ملي ناروغیو د څار او ځواب ویلو د برخې مسؤل ډاکتر احمد امیرنژاد ازادي راډیو ته ویلي چې په دې کسانو کې چې د کرونا وایروس لرلو شک پرې کېږي، یوه ښځه او شپږ تنه سړي شامل دي.

خو د دې وایروس څخه د ځان ساتلو لپاره خلک څه تدابیر نیولی شي؟

په جرمني کې مېشت افغان ډاکتر اسد ژرفبین حبیبي ازادي راډیو ته وویل: "خلک دې هڅه وکړي چې بیا بیا خپل لاسونه ووینځي. داسې خلکو ته چې د والګي یا زکام نښې لري مه‌نږدې کېږئ. زیات مایعات وڅښئ لکه چای او اوبه. کافي ارام وکړئ. ویټامین سي ترلاسه کړئ. هوږه وخورئ ځکه چې د مکروب ضد خواص لري. د چرګ شوروا وخورئ. همدارنګه ماسته، ماهي، لیمو، دولمه مرچ، کینو، مالټې ډېرې وخورئ."

معمولې روغتیايي لارښوونې

د «کووېد-۱۹» په نوم د کرونا نوي وایروس خپرېدل د تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې (نږدې درې میاشتې مخکې) د چین له ووهان ښار څخه پیل شو.

په دغه وایروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې:

خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځئ او دغه کار په ځلونو تکرار کړئ.

که صابون نه‌وي، د الکل لرونکو مکروب ضد موادو څخه کار واخلئ.

د پرنجي او ټوخي پر مهال هرو مرو خپله خوله وپوښئ؛ که دستمال نه‌لرئ، دغه کار خولې ته د خپل بازو په نیولو وکړئ، نه دا چې د لاس ورغوی خولې ته ونیسئ ځکه له چاپېریال او له نورو کسانو سره تر ډېره په اړیکه کې وي.

د کارول شویو دستمالونو له ساتلو ډډه وکړئ او ژر یې لیرې کړئ.

په خپل مخ، په ځانګړې توګه خولې، پزې او سترګو له لاس وهلو ډډه وکړئ.

له لاس ورکولو او مخ مچولو څخه ډډه وکړئ.

په عمومي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو احتمال په‌کې ډېر وي، تر ممکن حده له ګډون ډډه وکړئ.

تر اوسه پورې له هرات ولایت پرته په نورو ولایتونو کې د کرونا وایروس نښې نه‌دي لیدل شوي.

XS
SM
MD
LG