د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د خوست قومي جرګه: د نشه يي موادو خرڅونکي به له سيمې وشړل شي او کور یې اخیستل کېږي


ارشیف
ارشیف

د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ مشرانو د نشه يي موادو پر خلاف تړون وکړ.

د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې جارچي جار وهي او د یوه پخواني دود په را ژوندي کولو سره خلک د نشه يي موادو په اړه د قومي جرګې له پرېکړې څخه خبروي.

دا جرګه چې د حېدرخېلو په دوسرکه ښارګوټي کې جوړه شوې پریکړه ليک یې د حیدرخېلو د قومي شورا مشر، ملک ولي محمد ولوست. په دی پرېکړه کې راغلي، که د حیدرخېلو په سيمه کې چا نشه يي مواد استعمال کړل او يا يې د دې موادو کاروبار وکړ، خلک به يې په غم او ښادۍ کې برخه نه اخلي او له سيمې څخه به يې شړي.

هغه زیاتوي: " موږ د حيدرخېلو قوم دا تړون کوو چې په خپله سيمه کې ښیښه، چرس او هيرويين بندوو، دا کا نور په کلکه منع دی، که څوک دا کار کوي، موږ يې له کلي او قوم څخه شړو، د حیدرخیلو قوم اربکیانو ته وظیفه ورکړې چې که هر ځای يې ډول خلک وموندل نو دولت ته دي یې وسپاري."

د حېدرخېلو قومي مشر خانولي وایي چې، د نشه یی موادو په اړه جرګې دا پریکړه ځکه وکړه چې افغان ځواکونه نور مهم مسولیتونه لري او د جرګې پریکړې به له دولتي ادارو سره تر سلا مشورو وروسته عملي کېږي.

هغه زیاتوي: " موږ هغوخلکو ته اخطار ورکوو چې په خپلو دوکانونو، هوټلونو یا کورونو کې نشه يي مواد خرڅوي، همدا نن دي دا کار ودروي، خو که یې و نه دروي، نو قوم او دولت به په ګډه کور ځنې اخلي او دولت ته به سپارل کېږي، موږ نشه یی مواد نه منو، ځکه موږ يې تباه کړي يو، بل دا چې د دولت خپل کارونه او مسئولیتونه ډېر دي، موږ په دې کار کې ور سره همکاره یو."

په دغه جرګه کې ځوانانو او مدني فعالانو هم ګډون کړی و. په دې اړه يو مدني فعال راشدالله همدرد وایی: د جرګې د پریکړی یوه مهمه ماده له کیمیاوي او طبي نشه یی موادو سره مبارزه ده چې په دی وروستیو کې یې استعمال ډېر شوی دی.

نوموړي وویل: " اوس نشه يي ګولۍ، ستنې او شربتونه راغلي دي، له همدې امله موږ په پریکړه لیک کې یوه ماده لیکلې چې درملتونونه دي د ډاکټر له نسخې پرته پر چا باندې دوا نه پلورل کېږي، خو که چا وپلورل، نو د حیدرخیلو قوم به هغوی ته د کار کولو اجازه نه ورکوي. د دې کار د څارلو لپاره مو یو کمیسیون هم جوړ کړی دی."

د خوست ولایتي شورا او اسماعیل خېلو ولسوالۍ مسئولین له دولت سره د همکارۍ په برخه کې د قومونو د ملاتړ هرکلی کوي او ژمنه کوي چې د قوم د قانوني پرېکړو په عملي کولو کې به له قومونو سره همکاري وکړي.

د خوست د اسماعیل خیلو او مندزیو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ وایي چې، نشه او نشه يي مواد هغه اجتماعي ستونزده چې د ولس په ملاتړ يې مخه نيول کېدای شي.

هغه وویل: " که ولس له موږ سره همکاري وکړي او موږ یې هم تر څنګ ودرېږو، د نشه یی موادو د کښت، قاچاق او استعمال په سلو کې سل له منځه تلای شي. دا پرېکړه چې قومي مشرانو او ځوانانو کړې، موږ يې په کلکه ملاتړ کوو."

تر دی وړاندې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې هم د قومونو يوې جرګې پریکړه کړی وه چې د اعتیاد د مخنیوي لپاره به تر دې وروسته خپلې لوڼې او خويندې معتادينو ته په نکاح نه ورکوي.

-------------------------

راپور: نجیب الله الوخېل

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG