د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د تاوتریخوالي د کمېدو په یوه تګلاره د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو ګډ کار


ارشیف، افغان او امریکايي ځواکونه.
ارشیف، افغان او امریکايي ځواکونه.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې د احتمالي لاسلیک په نږدې کېدو سره د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل لپاره هڅې هم چټکې شوې دي.

اوس افغان حکومت او امریکایي ځواکونه په ګډه د تاوتریخوالي د کمېدو په یوه تګلاره کار کوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په دې اړه کار پیل شوی او نږدې راتلونکي کې به‌یې جزئیات اعلان شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن سې شنبه «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه‌لیک د امریکایي ځواکونو د وتلو په معنی نه‌دی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "دا مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له امریکايي ځواکونو سره په جزئیاتو کار کوي او هغه غونډه کې چې تېره ورځ په ارګ کې جوړه شوې وه او د قول اردو قوماندانانو په‌کې برخه درلوده، اساسي بحث‌یې د تاوتریخوالي د دورې د ورځو د کموالي په عملي اقداماتو و."

د جمهوري ریاست ویاند وايي، حکومت د پام وړ تاوتریخوالي په کمولو هوکړه کړې څو د مذاکراتو په جریان کې د اوربند په اړه بحث وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه به د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې لاسلیک شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

ښاغلي شاهین 'ډي پي اې' خبري اژانس ته ویلي، د دې هوکړې له مخې به له افغانستان ټول بهرني ځواکونه وځي او د هوکړې له لاسلیک وروسته او د بین‌الافغاني مذاکراتو په پیل سره به پنځه زره طالبان له بنده خلاصېږي.

خو افغان حکومت وایي، تر اوسه د طالب زندانیانو د خوشې کېدو په تړاو نظر نه‌لري او د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه هم په دې معنی نه‌ده چې امریکا دې په بشپړ ډول د افغانستان څخه ووځي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي: "دا هوکړه د وتلو په معنی نه‌ده، په پام کې ده چې امریکا به افغانستان کې د یو متحد په ډول پاتې شې ترڅو د تل‌پاتي سولې لپاره شرایط برابر شي."

په ورته وخت کې د ولسمشر د عامه او ستراتېژیکو چارو ځانګړی سلاکار وحید عمر وايي، حکومت د راتلونکو مذاکراتو لپاره په ټول منلي پلاوي کار کوي.

هغه وایي، د راتلونکو مذاکراتو وروستۍ پایله به د ولسي اجماع سره شریکه او د سولې په تړاو وروستۍ پرېکړه به د سیاسي اجماع او عام ولس له‌خوا تأیید کېږي.

ښاغلي عمر د سې شنبې په ورځ د ستراتېژیکو مطالعاتو په مرکز کې په یو بحث کې ټینګار وکړ، هغه څه چې د بین‌الافغاني خبرو په توګه مطرح کېږي، بین‌الافغاني خبرې نه، بلکې په اصل کې د طالبانو او د افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ خبرې دي.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ټینګار وکړ چې د مونیخ کنفرانس په څنډه کې امریکایي چارواکو د افغان ولسمشر سره لیدنه کې ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې ټولې مادې په مشروط ډول دي او دا شرطونه باید پلي شي.

له دې مخکي ځینو سیاسي ګوندونو حکومت ته د سولې طرحو وړاندې کولو خبر ورکړی و، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سولې په برخه کې هېڅ کومه طرحه په رسمي ډول یاد وزارت ته نه‌ده سپارل شوې.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

مېرمن انوري زیاتوي: "هغه طرحې چې هغوی کار پرې کړی ټولې لوستل کېږي او په پام کې ده چې څومره له دې طرحو څخه د حکومت د سولې طرحه پیاوړې کولای شو او له دې طرحو څخه د حکومت سولې طرحې پیاوړې کېدو برخه کې کار اخیستل کېږي."

په ورته وخت کې د سیاسي جریانونو او مدني ټولنو د ګډې کمېتې غړی محمد ناطقي وايي چې دا کمېټه د سولې لپاره په یوې واحدې طرحې کار کوي.

د ښاغلي ناطقي په خبره، د سولې خبرو د محتوا په تړاو ټول سیاسي او مدني بهیرونه په یو نظر دي، خو د خبرو او پلاوي د جوړښت په تړاو د نظرونو توپیر موجود دی چې د دوی طرحه به راتلونکو ورځو کې بشپړه شي.

خو د سولې د خبرو تودېدو سره د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د سولې د هوکړې د محتوا په تړاو اندېښنې لري.

د سولې لپاره د ښخو ائتلاف نن په کابل په یوې ناسته کې ټینګار وکړ چې د ښځو حقونه باید د سولې د خبرو په جریان کې او له هغې وروسته تضمین شي.

XS
SM
MD
LG