د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

ویسا: یو طرفه رجزونه څه معنی؟


د کابل ځینې ورځپانې
د کابل ځینې ورځپانې

د کابل نن ورځې ډېریو ورځپاڼو د افغانستان د سولې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې خپله مقاله "د جمهوري حوزه باید واحد دریځ او طرح ولري" په سرلیک خپله سرمقاله پیل کړې او ټينګار یې کړی چې ولسمشرۍ ماڼۍ باید د ټولنې له ټولو اقشارو سره د سولې لپاره مشورې وکړي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، اوس چې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې راتلونکې اوونۍ کې به له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره مشورې کوي باید د ټولنې ټولو برخو، سیاستوالو، مدني ټولنو او عامو خلکو سره سلا مشورې وشي او یو واحده طرح دې جوړه کړای شي.

لیکوال په دې باور دی چې جمهوري ریاست دا کار کولای شي او که چېرې له ټول هېواد نه پر یو واحده دریځ سلا وشي د سولې مذاکرات به پایله ورکړي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، طالبان او افغان حکومت باید هغه ډول‌یې چې نړیوالو ته د سولې ژمنه کړې په دې اړه جدي پام وکړي ترڅو په افغانستان کې سوله راشي.

لیکوال ټينګار کړی چې اوسنۍ ولسمشرۍ ټاکنې باید د سولې پر خبرو اترو اغېز ونه‌لري، بلکې افغان حکومت دې دا حال په یو ډول مدیریت کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته "یو طرفه رجزونه څه معنی؟" نوم ورکړی چې په‌کې راغلي امریکا باید له طالبانو د نړیوال تضمین لپاره د دوی او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د افغانانو په ګډون د سیمې او نړۍ نور مهم هېوادونه هم شریک کړي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي امریکا دې یوازې د یو دود لپاره نه، بلکې په رښتیني ډول له طالبانو دا ضمانت واخلي چې که چېرې له دوی سره سولې ته رسېږي له هوکړې وروسته دې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

د لیکوال په باور د امریکا او طالبانو ترمنځ تر سولې وروسته چې له طالبانو د ژمنو د ماتولو څومره اندېښنې شته، په خبره‌یې دا اندېښنه تر هغوی زیاته افغان حکومت لري.

د لیکوال په خبره دا وېره هغه وخت پای ته رسېدلی شي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ سوله نړیوال تضمین ولري.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکي چې "ترهګري د افغانستان او نړۍ ګډه ستونزه ده".

د لیکوال په باور لاهم پاکستان د افغان سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او نړیوال باید پر دغه هېواد فشار راوړي چې له خپل دريځه په شا شي.

لیکوال لیکي افغان حکومت د سولې لپاره هڅې کوي، خو په پاکستان کې لاهم په پراخ ډول د طالبانو پټنځایونه او ځالې شته چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې په وړاندې یوه ستره ستونزه ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني په مونیخ کې له امریکایي چارواکو او نورو نړیوالو سره په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې دا کافي نه‌ده چې طالبان په رسمي ډول یوازې له القاعدې ډلې جلا شي، بلکې له هرې هغه ډلې دې جلا شي چې د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ پېښولی شي.

لیکوال د ولسمشر غني له قوله لیکلي چې افغان دولت لا هم له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان له اړخه ډاډمن نه‌دی او نړیوال باید په دې برخه کې جدي همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG