د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

سټولټنبرګ: امریکا او بریټانیا د اروپا لپاره د امنیت چتر رامنځته کړی


د ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون دا وینا چې ویلي یې دي د فرانسې اټومي وسلي د اروپا د دفاعي ستراتیژي د محور په اصلي مرکز کې دي رد کړې.

هغه وویل چې متحدو ایالاتونو او بریټانیا تر اوسه په اغېزمن ډول د اروپا لپاره د امنیت چتر را منځته کړی دی.

سټولټنبرګ چې پرون یې د جرمني د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډه کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل: "موږ باید دا هېر نکړو چې نن ورځ د اټومي ګواښ د مخنیوي اروپا لرو، ټول ۲۸ غړي هره ورځ په دې برخه کې کارکوي دا یواځې یوه هیله نه ده بلکه دا هغه څه دي چې څو لسېزې په دې برخه کې کارشوی دی."

د ناتو عمومي منشي زیاته کړه په دې برخه کې ډیره هڅه شوې ازموینې او عملي کارونه سرته رسېدلي او هغه په یوه بنسټ بدل شوی او هغه نهایتاً د اروپا امنیت خوندي کوي.

سټولټنبرګ همداشان فرانسه یوه ډېره ارزښتناکه متحده وبلله چې د ده په وینا اټومي وړتیاوو یې په ټوله کې د ناتو له امنیت سره مرسته کړې ده.

د فرانسي ولسمشر چې له اروپایي ټولنې د بریټانیا تر وتلو وروسته په ټوله کې د دې ټولنې پر امنیت او دفاعي چارو د بیا غور لپاره هڅې کوي د اروپا لپاره د یوې خپلواکې سټراټېژۍ غوښتنه وکړه.

مکرون چې هېواد یې د اروپایي ټولنې یواځینی اټومی وسلې لرونکی غړی دی زیاته کړه، داسې سټراټېژي چې پر واشنګټن له اتکا پرته د دې وچې لپاره د دفاع وړتیا ولري خو هغه له دې سره سره له ناتو سره په خپلو ژمنو ټینګاروکړ.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

تېره اونۍ د مونیخ امنیتي کنفرانس ته مکرون په خپله وینا کې په دې اړه چې د فرانسې اټومي وسلي د ګواښ په مخنیوي کې څه ډول رول لوبولی شي، د اروپایي ټولنې د غړیو ترمنځ د یوه ډیالوګ غوښتنه وکړه هغه همداراز د اروپا د دفاعي لګښتونو د زیاتېدو غوښتنه هم وکړه.

د ناتو غړې فرانسې خپلې اټومي وسلې د دې تړون په اختیار کې نه دي ورکړي او دا هېواد له اوږدې مودې راهیسې د خپلو اټومي وسلو د ګواښ پر مخنیوي ویاړي.

د ازاي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې په تېره بیا جرمني له دې سره مخالفه ده چې پر زیاتېدونکې ډول دې د فرانسې پر اټومي وسلو د ګواښ د مخنیوي د یوه عنصر په توګه اتکا وشي او د امریکا اټومي وړتیا ته د اروپا د امنیت اصلي عنصر په توګه ګوري.

د فرانسې ولسمشر ویلي مسئله دا نده چې اروپا له واشنګټن سره په ګډه او که له هغه پرته له خپله ځانه دفاع وکړي، بلکې د ده په وینا د اروپا امنیت تر ډېره د دوی د امنیتي وړتیاوو پر زیاتولو پورې تړلی چې اروپا وکولای شي په خپلواکه توګه اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه:"د اروپا راتلونکې جوړولو لپاره د دوی نورمونه باید د امریکا تر کنټرول لاندې نه وي، بنسټیز تاسیسات، بندرونه او هوایي ډګرونه مو باید د چین پلازمینه کنټرول نه کړي او نه هم باید زموږ ډیجیټال شبکې د روسیې ترفشار لاندې وي.

د فرانسې ولسمشر د مونیخ په کنفرانس کې دغه احساسات یو ځل بیا تکرار کړل او ویې ویل چې اروپا یوې داسې سټراټیژۍ ته اړتیا لري چې موږ نوي کړي او پر یوه سیاسي سټراټیژيک قدرت مو بدل کړي.

XS
SM
MD
LG