د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

پامپیو: موږ به منځنۍ اسیا کې خپل حضور ته دوام ورکړو


مایک پامپیو نن په ازبکستان کې د (C5+1) هېوادونو په غونډه کې
مایک پامپیو نن په ازبکستان کې د (C5+1) هېوادونو په غونډه کې

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن د ختیځې اروپا او منځنۍ اسیا هېوادونو ته خپل سفر پای ته ورسوي.

هغه اوس په ازبکستان کې دی او د دغه هېواد له چارواکو سره په لیدو کتو بوخت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن په ازبکستان کې د (C5+1) هېوادونو په غونډه کې برخه اخلي.

دا د منځنۍ اسیا هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو جوړ یو سازمان دی چې نننۍ غونډه‌یې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه ده.

له دغو پنځو هېوادونو سربېره امریکا هم د دغه سازمان غړې ده.

مایک پامپیو ویلي چې دغې غونډه کې دوی پر امنیتي مسئلو او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له خپل سیال عبدالعزیز کاملوف سره په تاشکند کې د خبري کنفرانس پر مهال.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له خپل سیال عبدالعزیز کاملوف سره په تاشکند کې د خبري کنفرانس پر مهال.

له ښاغلي پامپیو نه په یوه خبري کنفرانس کې پوښتنه وشوه چې منځنۍ اسیا کې یې دا مهال لومړیتوب د افغانستان سوله ده او که د اسلام‌پالو سخت دریځو پر وړاندې درېدل؟

هغه په ځواب کې وویل: "لومړیتوب مو ټولو برخو یا همدې دوه برخو کې دی، پر دې سربېره نور ډېر کارونه هم شته، موږ غواړو چې د منځنۍ اسیا هر هېواد خپلواک او ازاد وي، هېڅ‌یې یو باید بل ته اړ ونه‌اوسي، موږ غواړو چې دوی خپل کلتور پياوړی کړي او دا وړتیا پیدا کړي چې خپلو خلکو ته کار وکړي، موږ دې هدف ته د رسېدو په برخه کې له دوی سره یو او خپلې سرچینې په اختیار کې ورکوو، موږ به دلته اوسېدو ته ادامه ورکړو."

پامپیو نن له دې غونډې سربېره د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره جلا لیده کاته هم لري.

میر ضیایف هڅه کوي چې د ازبکستان اقتصاد ورغوي او دلته اصلاحات رامنځته کړي، کوم هېواد کې چې د پخواني ولسمشر اسلام کریموف د واکمنۍ پر مهال له بشري حقونو پراخې سرغړونې شوې دي.

د مایک پامپیو او عبدالعزیز کاملوف جلا لیدنه
د مایک پامپیو او عبدالعزیز کاملوف جلا لیدنه

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان لاهم په ازبکستان کې د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

د فریدم هاوس د ۲۰۱۸ میلادي کال په سروې کې راغلي و چې ازبکستان (ازاد نه‌دی) او ویلي یې و چې هلته انټرنټي چاپېریال ځپونکی دی.

پامپیو له ازبکستان وړاندې قزاقستان، بلاروس، اکراین او بریتانیا ته هم تللی دی.

XS
SM
MD
LG