د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

زمری پیکان چېرې دی؟


د پولیسو د امن او عامه نظم پخوانی قوماندان زمری پیکان
د پولیسو د امن او عامه نظم پخوانی قوماندان زمری پیکان

د افغانستان یو لوړپوړی امنیتي چارواکی وايي، د پولیسو د امن او عامه نظم پخوانی قوماندان له افغانستان نه بهر نه‌دی تللی.

دغه چارواکی چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې یاد شي وايي، د پولیسو او لويې څارنوالۍ له‌خوا نړیوالو پولیسو ته یو لیک استول شوی او نړیوالو پولیسو له ارزونو وروسته موندلې چې د پولیسو د امن او عامه نظم پخوانی قوماندان زمری پیکان په وروستیو میاشتو کې، د افغانستان له رسمي بندرونو بهر نه‌دی وتلی.

یوه نیمه میاشت مخکې، له هغې وروسته چې د افغانستان ولسمشر د کورنیو چارو له وزیره وغوښتل چې د ابتدايي محکمې حکم عملي او زمری پیکان ونیسي، د پولیسو دغه پخواني چارواکي په فېس‌بوک کې یو عکس خپور کړ چې ښيي په فرانسه کې د ایفل برج ترڅنګ ولاړ دی.

زمری پیکان، ازادي راډیو اوس‌مهال نه‌شي کولای د دغه انځور کره‌والی تأیید کړي.
زمری پیکان، ازادي راډیو اوس‌مهال نه‌شي کولای د دغه انځور کره‌والی تأیید کړي.

ازادي راډیو هغه مهال هڅه وکړه د ټیلیفون له لارې له زمري پیکان سره خبرې وکړي، خو دې کار ته مو لاسرسی ونه‌موند.

مخکې له دې د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې، د ۱۳۹۶ لمریز کال د قوس په میاشت کې زمری پیکان په غیاب کې له دندنې څخه په ناوړه استفادې مجرم ګڼلی او په اتو کلونو او شپږو میاشتو تنفیذي بند یې محکوم کړی و.

د قضايي سیستم له مخې په ابتدائیه محکمه کې محکوم شوي کسان د دوهمې محکمې یعنې د استېناف‌غوښتنې حق لري.

سره له دې چې هغه مهال زمری پیکان د کابل د یوه اوسېدونکي «سهراب نظامي» په وژنه تورن و چې د دغه کار امکانات‌یې زوی ته برابر کړي، خو محکمې ښاغلی پیکان په دغه قضیه کې بې‌ګناه وپېژنده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په کلنۍ ناسته کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي ته سپارښتنه وکړه چې د زمري پیکان د نیولو حکم په جدي توګه عملي کړي.

ښاغلي غني ویلي و، د پیکان نه‌نیول کېدو د افغانستان سیاسي اراده او شهرت تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

د افغانستان د حقوق‌پوهانو د ټولنې مرستیال سبحان مصباح وايي، د محکمې له غیابي حکم سره سره، د پیکان نه‌نیول کېدل او په دې برخه کې د ولسمشر د سپارښتنې نه‌عملي کېدل، د حکومت د کمزورتیا ښکارندويي کوي.

ښاغلی مصباح زیاتوي: "محکمې حکم کړی، زمری پیکان‌یې مجرم ګڼلی او پولیس مکلف دي ویې‌نیسي او زندان ته‌یې ولېږي. له حقوقي پلوه په دې برخه کې د ولسمشر ټینګار اغېز نه‌لري، خو له سیاسي پلوه، په خپله د ولسمشر او حکومت کمزوري ښيي چې د یوې وړې قضیې په اړه، د بهرنیانو په حضور کې د پیکان په نیولو ټینګار کوي."

  • زمری پیکان چېرې دی او پولیس ولې نه‌شي کولای چې ویې‌نیسي؟

ازادي رادیو د کورنیو چارو د وزارت له ویاند نصرت رحیمي سره اړیکه ونیوله، خو هغه وویل په دې برخه کې اطلاعات باید د کابل پولیس شریک کړي.

د کابل له پولیسو سره مو هم اړیکې ټینګې شوې، خو هغوی په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه ویې‌ویل، په دې برخه کې د اطلاعاتو شریکول، کورنیو چارو وزارت پورې اړه لري.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود هم ازادي راډیو ته وویل، پولیس باید په دې اړه نظر څرګند کړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي هم ازادي راډیو ته وویل، پولیسو ته د زمري پیکان د نیول کېدو امر ورکړل شوی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

وموغوښتل په دې پوه شو چې ایا زمری پیکان ممنوع‌الخروج دی او که نه؟ لویې څارنوالی او د پولیسو ویاندویانو په دې اړه نظر څرګند نه‌کړ.

د افغانستان وګړي او د بشر حقونو ځیني بنسټونه انتقاد کوي چې قانون د حکومت په یو شمېر چارواکو نه‌عملي کېږي. د دوی په باور د حکومت د پخوانیو چارواکو او زورواکو معافیت د دې لامل ګرځي چې خلک پر پولیسو او عدلي او قضايي ارګانونو بې‌باوره شي.

XS
SM
MD
LG