د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

په ۳۰ ولایتونو کې د ماشومانو لپاره د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي وایي چې سبا دوشنبې له څلورو ولایتونو پرته د افغانستان په دیرشو ولایتونو کې د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي.

د دې وزارت د پولیو د پروګرام د عامه پوهاوي مسول میرجان راسخ ازادي راډیو ته وویل چې د دې کمپاین په ترڅ کې یې نهو میلیونو او سل زره ماشومانو ته د واکسین ورکولو هدف ټاکلی خو ښایي شاوخوا دوه ملیون ماشومان بیا هم د ځینو ستونزو له امله له دې واکسین څخه بې برخې شي.

هغه وويل چې په څلورو ولايتونو کې د يخنۍ او د هوا د خرابوالي له کبله دغه واکسين نه شي عملي کولاى.

د ښاغلي راسخ په وینا یو عمده علت یې دا دی چې د دولت وسله وال مخالفین په ډېرو هغو سیمو کې چې د دوی تر کنټرول لاندې دي د واکسین کمپاینرانو ته اجازه نه ورکوي چې دغه کمپاین کورپه کورتطبیق شي.

د روغتیا د وزارت د احصایي له مخې تېر ۲۰۱۹ میلادي کال په افغانستان کې د پولیو ۲۹ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

نوریاس نوري له ښاغلي راسخ سره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:55 0:00
مستقیم لېنک


اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG