د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

پکتیا کې د واکسین د یوه همغږي کوونکي د وژنې څرنګوالي په تړاو څیړنې


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وایي چې په پکتیا کې د پولیو واکسین د تطبیق د یوه همغږي کوونکي د وژلو د څرنګوالي په اړه څیړنې دوام لري.

د دې وزارت د پولیو د محوه کولو د پروګرام مسوول ډاکتر هدایت الله ستانکزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی فکر کوي چې ممکن دا کس د شخصي دښمنۍ او یا هم قومي مسایلو له امله وژل شوی وي.

د پکتیا سیمه ایزو چارواکو ویلي چې دا کس په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ وژل شوی.

په دې اړه له ښاغلي ستانکزي سره نسیم شفق مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG