د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

'۶۸ سلنه افغانان طالبانو سره تر هوکړې وروسته اسلامي جمهوري نظام غواړي'


په دې نظر پوښتنه کې په ۳۴ ولایتونو کې له ۵ زره زیاتو کسانو ګډون کړی دی.
په دې نظر پوښتنه کې په ۳۴ ولایتونو کې له ۵ زره زیاتو کسانو ګډون کړی دی.

د یوې تازه نظر پوښتنې له مخې، ۶۸ په سلو کې افغانان له طالبانو سره د سولې د احتمالي هوکړې وروسته د جمهوري اسلامي نظام غوښتونکي دي.

دغه نظر پوښتنه د "جګړې او سولې د مطالعاتو انسټټیوټ" له طالبانو سره د سولې له احتمالي هوکړې د افغانانو د هیلو او لومړیتوبونو په اړه ترسره کړې.

په دې نظر پوښتنه کې په ۳۴ ولایتونو کې له ۵ زره زیاتو کسانو ګډون کړی دی.

د دې نظر پوښتنې ۸۰ په سلو کې ګډونوالو ویلي، په افغانستان کې روانه جګړه نظامي حل لار نه‌لري او له سیاسي لارې باید پای ته ورسېږي.

په دې نظر پوښتنه کې همدا ډول د "اسلامي جمهوریت" او "اسلامي امارت" نظامونو په اړه بحث مطرح شوی دی چې د دوی په نظر کوم یو غوره دی.

په دوی کې ۶۸ په سلو کې ګډونوالو اسلامي جمهوري نظام تأیید کړی.

د "جګړې او سولې د مطالعاتو انسټټیوټ" رئیس تمیم عاصي وویل:​ "۶۸ په سلو کې ګډونوالو اسلامي جمهوري نظام تأیید کړی، ۱۲ په سلو کې اسلامي امارتي نظام، ۱۱ په سلو کې جمهوري اسلامي او امارتي ترکیبي نظام او ۸ په سلو کې نورو بیا ویلي، ورته مهمه نه‌ده چې هر ډول نظام حاکم وي."

په دې نظر پوښتنه کې همدا ډول له خلکو پوښتل شوي چې په ناڅاپي او د سولې له هوکړې پرته د بهرنیو عسکرو وتل به د افغانستان برخلیک او راتلونکی حکومت څه شی وي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې ۵۲ په سلو کې ګډونوالو ویلي، په داسې حال کې به په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي.

په ورته وخت کې د دې نظر پوښتنې ۴۶ په سلو ګډونوالو ویلي، له طالبانو سره د سولې هوکړې وروسته دې بهرني عسکر افغانستان پرېږدي. ۳۳ په سلو کې نورو ویلي، بهرني ځواکونه باید افغانستان هېڅکله خوشې نه‌کړي او ۲۱ په سلو کې بیا هېڅ ځواب نه‌دی ورکړی.

د دې نظر پوښتنې ۴۶ په سلو کې ګډونوالو ویلي، له طالبانو سره د سولې هوکړې وروسته دې بهرني عسکر افغانستان پرېږدي.
د دې نظر پوښتنې ۴۶ په سلو کې ګډونوالو ویلي، له طالبانو سره د سولې هوکړې وروسته دې بهرني عسکر افغانستان پرېږدي.

د سولې خبرې اترې چې دا ورځې د خبرونو په سرټکو کې دي، هم د دې نظر پوښتنې یوه برخه جوړوي.

د دې نظر پوښتنې ۶۵ په سلو کې ګډونوالو ویلي، د سولې خبرو اترو رهبري باید د افغان حکومت په لاس کې وي.

د دې نظر پوښتنې ډېری ګډونوالو همدا ډول د سولې خبرو کې د ښځو پر ونډې هم ټینګار او ترې ملاتړ کړی دی.

نظر پوښتنه کې ۸۳ په سلو کې ځواب ویوونکو ویلي، ښځې باید د سولې خبرو اترو کې ونډه ولري، خو ۱۷ په سلو کې بیا له دې ګډون سره مخالفت کړی دی.

د جګړې او سولې د مطالعاتو انسټټیوټ په دې نظر پوښتنه کې ۵۰۳۸ کسانو د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه ګډون کړی دی.

د دې نظر پوښتنې ۳۵،۱ سلنه ګډونوال ښځې او ۶۴،۹ سلنه‌یې نارینه دي. په نظر پوښتنه کې همدا ډول ۶۰،۴ سلنه ونډه کلیوالو او ۳۹،۶ سلنه بیا ښار مېشتو ته ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG