د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

د روغتیا وزارت: که مالي ملاتړ ومومو ژمي کې معتادانو ته پناهځايونه جوړوو


چارواکي وايي، د ژمي په را رسېدو سره په تېرو شلو پنځه ويشتو ورځو کې د سړې هوا له امله نږدې پنځوس معتادین مړه شوي دي.
چارواکي وايي، د ژمي په را رسېدو سره په تېرو شلو پنځه ويشتو ورځو کې د سړې هوا له امله نږدې پنځوس معتادین مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت غواړي چې د يخنۍ له امله د معتادینو لپاره پناهځایونه جوړ کړي.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رئیس شاهپور یوسف ازادي راډیو ته وویل، دوی غواړي چې په لنډمهال کې د سړې هوا له امله معتادین د درملنې لپاره روغتونونو ته بوزي، خو که په راتلونکي شمسي کال کې مرستندویه ادارو مالي مرسته ورسره وکړه، نو د معتادینو لپاره به پناهځايونه جوړ کړي.

کتونکي معتادینو ته سرپناه پيدا کول، په ښارونو کې د اعتیاد او جرمونو د را کمولو لپاره موثر او ګټور کار بولي.

د ژمي په را رسېدو سره په تېرو شلو پنځه ويشتو ورځو کې د سړې هوا له امله نږدې پنځوس معتادین مړه شوي دي، له همدې امله د عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې چې بې سرپناه معتادين له کوڅو او واټونو را ټول او د درملنې په مرکزونو کې يې وساتي.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رئیس شاهپور یوسف ازادۍ راډیو ته وویل، دوی غواړي چې په لنډ مهال کې معتادین د درملنې په مرکزونو کې بستري کړي، خو په اوږدمهاله کې په پام کې لري چې د پناهځایونو په جوړولو سره معتادین له واټونو، کوڅو او پارکونو را ټول او په ځانګړو ځایونو کې يې وساتي.

هغه وویل: "د دې لپاره چې موږ د بې سرپناه معتادینو ژوند وژغورو، په بېلابېلو ولایتونو کې مو په روغتونونو کې هغوی ته بسترونه خالي کړي او له روغتونونو څخه رخصت شويو معتادینو درملنه د هغوی په کورونو کې کوو. موږ کولای شو چې راتلونکی کال د مرسته کوونکو ادارو د مالي مرستو په صورت کې بې سرپناه معتادینو ته شلټرونه يا پناهځايونه جوړ کړو، په دې پناهځايونو کې به یو معتاد نهه میاشتې ساتل کېږي چې نشه يې بیخي له سر څخه ووزي."

د معتادینو را ټولولو د پروګرام له پیل څخه بيا تر اوسه پورې په لسو ولایتونو کې نږدې اته سوه معتادین را ټول او د درملنې په مرکزونو کې بستري شوي دي.

په ډېری هېوادونو کې د معتادینو لپاره ځانګړي پناهځايونه جوړ شوي وي، په دې پناهځايونو کې هغوی ته ضروري اسانتياوي برابري شوي او د لنډ وخت لپاره هغوی ته لږ لږ نشه يي مواد هم ورکول هم کېږي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسي او ستراتیژۍ پخوانی معين ډاکټر ظفر د افغانستان له دولت څخه غواړي چې د معتادینو د ژوندي پاته کېدو لپاره دي شلټرونو يا پناهځايونو ته بودجه ځانګړې کړي.

"له بده مرغه چې زموږ کارونه تل لنډمهاله او موقتي دي. کله چې په ژمي کې له ستونزو سره مخ شو، نو معتادین را ټول کړو، خو د راتلونکي کال لپاره بیا پروګرام نه لرو. په افغانستان کې بله ستونزه د مالیې وزارت ده چې پناهځايونو ته پیسې نه ورکوي، دوی وايي چې تاسې د معتادینو درملنه نه کوئ، بلکې يوازې يې ساتئ."

هغه وویل: "که د هېواد په کچه یو لوی پناهځای جوړ او له قاچاق کوونکو څخه نیول شوي تاریاک معتادینو ته ورکړل شي، په دې ډول به له یوې خوا د نشه يي موادو بازار خراب شي او له بلې خوا به معتادین ورو ورو نشه پرېږدي. که د پناهځای لپاره ځانګړی پروګرام عملي شي، نو موږ به له هیڅ ډول ستونزې سره مخ نه شو، له ځانګړو اصولو پرته په پناهځايونو کې د معتادینو ساتل هیڅ ګټه نه لري."

د عامې روغتیا وزارت وايي، په عامه ځایونو کې د معتادینو تګ راتګ، نشه يي موادو ته ارزانه او اسانه لاسرسی، د معتادینو لپاره د درملنې د امکاناتو کموالی هغه عوامل دي چې د وقایې او عامه پوهاوي پروګرامونه يې ټکني کړي دي.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG