د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د بلخ ۶ ولسوالیو کې څارنوالۍ او محکمې بندې دي


د مزار شریف ښار یوه څنډه
د مزار شریف ښار یوه څنډه

د بلخ په یو شمېر ولسوالیو کې د عدلي او قضایي ارګانونو (محکمو او څارنوالیو) نشتوالي خلک خپلو حقونو ته له لاسرسي بې‌برخې کړي دي.

ډېری وخت د دې ولایت د لیرو پرتو سیمو اوسېدونکي خپلې حقوقي ستونزې د طالبانو محکمو ته راجع کوي.

په بلخ کې د زارع، کشنده، چهاربولک، چمتال، دولت‌اباد او شورتپې ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په سیمو کې یې د څارنوالۍ او محکمې ادارې بندې دي او یاده مسئله سبب شوې چې خلک له خپلو حقونو محروم شي.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی مشتاق حبیب وايي چې له یوه کال راهیسې په دغه سیمه کې د لومړنۍ محکمې او څارنوالۍ دروازې د خلکو پر مخ تړلې دي.

هغه وویل: "په چمتال ولسوالۍ کې عدلي او قضايي مراجع فعالې نه‌دي، خلک نه‌شي کولای چې خپلې ستونزې د بلخ په مرکز کې محکمو ته وړاندې کړي، له ولسوالۍ تر مرکز پورې لاره ډېره ده او حقوقي ادعاوې باید په ولسوالۍ کې حل او فصل شي."

د چهاربولک ولسوالۍ استوګن محمد ادریس ازادي راډیو ته په خبرو کې ادعا کوي چې په دغه سیمه کې د طالبانو د پراخ حضور له امله د دولت کارکوونکي خاصتاً قضات او څارنوالان خپلو دندو ته نه‌حاضرېږي او دوی اړ دي چې خپلې حقوقي دعواوې د طالبانو صحرايي محکمو ته وړاندې کړي.

هغه وویل: "په چهاربولک ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت ښه نه‌دی، دولتي ادارې په دغه سیمه کې فزیکي حضور لري، خو کارکوونکي نه‌لري، په چهاربولک ولسوالۍ کې قاضیان او څارنوالان نه‌شته او خلک ستونزې پر طالبانو حلوي."

د بلخ د استېناف محکمې مشر محمد شریف فاني دا مني چې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د طالبانو د پراخ حضور او قاضیانو ته د شته ګواښونو له امله لومړنۍ محکمې غیر فعاله دي.

د بلخ د استېناف محکمې مشر محمد شریف فاني
د بلخ د استېناف محکمې مشر محمد شریف فاني

فاني وايي چې په مزار شریف کې ابتدائیه محکمه د نا امنه سیمو قضايي دوسیو ته هم رسېدنه کوي.

هغه زیاته کړه: "له شپږو میاشتو راپه دېخوا په پنځو ولسوالیو کې د نا امنۍ له امله فزیکي حضور نه‌لرو، خو په مرکز او نهر شاهي ولسوالۍ کې د نا امنه سیمو قضایي دوسیو ته رسېدنه کېږي."

د بلخ د استېناف څارنوالۍ مشر سیف‌الله پوپل ادعا کوي هر ځای چې پولیس او قضايي کارکوونکي فعالیت کوي هلته څارنوالان هم مکلف دي څو په عدلي برخه کې خپلې چارې ترسره کړي.

خو نوموړي د بلخ په نا امنه سیمو کې د څارنوالۍ د ادارو د بند پاتې کېدو په اړه وضاحت ورنه‌کړ.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي چې د طالبانو د پراخ فعالیت له امله د دغه ولایت ۶ ولسوالۍ له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي او په همدې علت عدلي او قضايي ارګانونه په یادو سیمو کې فعالیت نه‌لري.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل

ښاغلی عادل وايي چې د طالبانو له شتون څخه د یادو سیمو د پاکولو په موخه له یوې اوونۍ راهیسې په بلخ کې د "پامیر" پوځي عملیات پيل شوي.

د حقوق‌پوهانو په اند چې د هېواد په مختلفو سیمو کې د عدلي او قضايي ارګانونو نه‌فعالیت سبب شوی څو خلک د طالبانو د صحرايي محکمو ترڅنګ خپلې حقوقي دعواوې سیمه‌ییزو جرګو او قومي مخورو ته د فیصلې لپاره راجع کړي او دا کار بیا له یوه مشخص لوري څخه په ملاتړ فیصله، د بل لوري بشري حق تلف کوي.

XS
SM
MD
LG