د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

ټاکنو کمېسیون راتلونکې اوونۍ د ۵۳۷۸ محلونو رایې بیا شمېري


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون به راتلونکې اوونۍ د ۵۳۷۸ محلونو د رایو بیا شمېرنه پیل کړي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د نن ورځې تر پایه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د هغه ۵۳۷۸ محلونو لېست سپاري چې د شکایتونو له مخې يې باید رايې له سره وشمېرل شي.

د دغه کمېسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د مرغومې ۲۵» رسنیو ته که څه هم دقیقه ورځ ونه‌ښوده، خو ویې‌ویل چې راتلونکې اوونۍ به د یادو محلونو د رأیو بیا شمېرنه پیل شي: "ټاکل شوې چې د نن ورځې تر پایه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د محلونو جدول وسپارل شي، له دې وروسته هغوی امنیتي او د هوا حالاتو ته په کتو خپل عملیاتي پلان جوړوي او ان‌شاءالله راتلونکې ا.ونۍ چې ورځ‌يې نه‌ده ځانګړې شوې د ټاکنو کمېسیون تیاری لري چې رای شمېرنه پیل کړي."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي

که څه هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تېره ورځ د باطل شویو محلونو شمېر ۱۰۹ ښودلی وو، خو ښاغلی الیاسي وايي چې د باطل شویو ملحونو شمېر ۴۷ دی.

دی وايي، تېره ورځ د تخنیکي ستونزې له امله د بدخشان د ۶۲ محلونو رايې چې باید بیا ځلي وشمېرل شي په باطلو محلونو کې اعلان شوې وې.

ښاغلی الیاسي وايي، که څه هم د یادو ۴۷ محلونو د رایو د شمېر په اړه معلومات نه‌لري، خو وايي چې دغه محلونه په پکتیکا، ارزګان، فراه او کابل ولایتونو کې دي.

په همدې حال کې یو شمېر ټاکنیز ټیمونه وايي چې کمېسیون باید خلکو ته د ارقامو په ورکړه کې دقیق واوسي.

د "دولت جوړوونکي" ټیم ویاند رضوان مراد ازادي راډيو ته وویل: "تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفترونو دا خبره واضح کړې وه چې څومره محلونه باطل شوي او څومره محلونه رای شمېرنې ته تللي دي، خو کمېسیون د تخنیکي ستونزې له امله دا شمېر غلط اعلان کړ چې ټاکنیزو ټیمونه‌يې اندېښمن کړل، کمېسیون باید د ارقامو په اعلان کې دقیق واوسي."

د دولت جوړوونکي ټیم ویاند رضوان مراد
د دولت جوړوونکي ټیم ویاند رضوان مراد

د "ثبات او هم‌پالنې" انتخاباتي ټیم هم ورته نظر لري، خو وايي دوی ته هم تېره ورځ یوازې د ۴۷ محلونو د رایو د باطل کېدو راپور ورکړل شوی دی.

د دې ټیم ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل: "کوم ارقام چې کمېسیون اعلانوي دا ډېر مهم دي او موږ تمه لرو چې کمېسیونونه باید په دې برخه کې ډېر دقیق واوسي، موږ ته د ۴۷ محلونو د ابطال ابلاغیه رارسېدلې ده، دوی موږ ته وویل چې ۱۰۹ محلونه چې اعلان شوي په هغې کې تېروتنه شوې ده، دغه ډول ارقام اعلانول خلکو ته اندېښنې پیدا کوي."

د ثبات او هم‌پالنې انتخاباتي ټیم ویاند فریدون خوځون
د ثبات او هم‌پالنې انتخاباتي ټیم ویاند فریدون خوځون

نن د شکایتونو د استېناف غوښتنې دوهمه ورځ ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د تېرې ورځې تر پایه ۹۰۰ د استېناف قضیې ثبت شوې دي.

خو د دغه کمېسیون د مسؤلینو په خبره نن د (چهارشنبه) ورځې تر غرمې پورې بیا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې له زرو ډېرې، دغه‌شان د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې نږدې ۵۰۰ د استېناف قضیې ثبت کړې دي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ "دولت جوړوونکي" ټیم ویاند رضوان مراد بیا ازادي راډيو ته وویل چې دوی به هم ډېر ژر څه باندې ۱۰۰ د استېناف غوښتنې قضیې ثبت کړي.

XS
SM
MD
LG