د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

نیویارک ټایمز: بګرام یو وخت ډېر ځلېده خو اوس تر ډېره په یوه هدف بدل شوی


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د بګرام هوايي اډې ته نږدې د اوسېدونکو مخ پر خرابېدونکي اقتصادي وضعیت په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله په دې خبره پیلیږي: "د بګرام اقتصاد په کلکه په امریکايي پوځ پوري تړلی دی خو دا ځای چې یو وخت ډېر ځلېده، اوس تر ډېره په یوه هدف بدل شوی دی."

په دې مقاله کې د فایق الله تاجک په نوم د یوه افغان له قوله راغلي چې وايي په بګرام هوايي اډه کې يې کار کاوه.

مقاله لیکي چې فایق الله هره میاشت شپږ سوه ډالره ګټلې خو په ۲۰۱۱ میلادي کال کې کله چې امریکايي ځواکونو له افغانستانه وتل پیل کړل د زرګونو نورو کسانو غوندې له کاره وایستل شو.

اوس دی بګرام هوايي اډې ته نږدې هغه شیان پلوري چې امریکايانو غورځولي وي لکه د ورزش ماشینونه، جګونه، مات پرینټرونه او د کمپوټر پکي.

دی اوس د میاشتې شپېته ډالره ګټي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي له طالبانو سره د سولې خبرې کوي او د نولس کلنې جګړې راتلونکی برخلیک ټاکي، د فایق الله غوندې د بګرام ولسوالي ۸۰ زره نور اوسېدونکي په ځانګړې توګه له ژوبلېدونکي وضعیت سره مخامخ دي.

بګرام هوايي اډه په ۱۹۵۰مه لسیزه کې جوړه شوې.

پر افغانستان د شوروي اتحاد د لس کلن یرغل پر مهال دا اډه په یوه ستر پوځي مرکز بدل شو.

په ۲۰۰۱ میلادي کال کې وروسته له هغې چې امریکايي ځواکونه افغانستان ته ننوتل، دې اډې ډېره وده وکړه.

یو وخت داسې و چې لسګونه زره ملکیان او سرتېري په دې نظامي اډه کې اوسېدل.

  • ډیفنس پوسټ

ډیفنس پوسټ خپرونې په افغانستان کې د دوو وژل شویو سرتېرو په اړه لیکلي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې د امریکا دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د سړک غاړې ته د ايښودل شوي ماین په چاودنه کې د وژل شويو دوو امریکايي سرتېرو هویت یې اعلان کړی دی.

دوی ۲۹ کلن ایان مکلاګلین او ۲۱ کلن میګیل ویلالون نومیدل.

دوی دواړه د کندهار هوايي ډګر ته نږدې په ډنډ ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال ووژل شول.

په دې پېښه کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

د کندهار والي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه د ډنډ ولسوالۍ د حقدار کارېز په سیمه کې شوې.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې ۲ امریکايي عسکر وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي وو.

دا به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د بهرنیو سرتېرو لومړي تلفات وي.

طالبانو د دې پيښې مسئولیت منلی دی.

تېر کال په افغانستان کې شل سرتېري وژل شوي چې ډېری یې ځانګړي ځواکونه وو.

له ۲۰۱۴ میلادي کال راهيسې ۲۰۱۹ میلادي کال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

تېر کال د طالبانو په بریدونو کې د وژل شویو سرتېرو په ډله کې د رومانیا او کوریشیا سرتېري هم شامل وو.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG