د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

امریکا: له ایراني معترضانو سره تاوتریخوالی نه‌زغمو


د پرله‌پسې درېیمې ورځې لپاره په تهران کې د صنعتي شریف او امیر کبیر پوهنتونونه د سلګونه محصلانو د اعتراضونو شاهد وو.
د پرله‌پسې درېیمې ورځې لپاره په تهران کې د صنعتي شریف او امیر کبیر پوهنتونونه د سلګونه محصلانو د اعتراضونو شاهد وو.

امریکا ایران ته خبرداری ورکړی چې له معترضانو سره به تاوتریخوالی ونه‌زغمي.

د پرله‌پسې درېیمې ورځې لپاره په تهران کې د صنعتي شریف او امیر کبیر پوهنتونونه د سلګونه محصلانو د اعتراضونو شاهد وو.

اعتراض کوونکو د حکومت پر ضد شعارونه ورکول او ویل‌یې "زموږ نخبه‌ګان یې ووژل او اخوند یې پر ځای پرېښود".

د حکومت ضد اعتراضونو وروسته په ټولنیزو شبکو کې هغه تصویرونه لاس په لاس کېږي چې ښيي پولیس او امنیتي ځواکونه د خلکو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز او نظامي ځواک کار اخلي، خو ایراني چارواکو ویلي، له ځواک‌یې کار نه‌دی اخیستی.

په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس ایران ته خبرداری ورکړی چې هېواد به‌یې د ایراني معترضانو په وړاندې تاوتریخوالی ونه‌زغمي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اورتاګوس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اورتاګوس

اورتاګوس زیاته کړه: "فکر کوم ډېره مهمه ده چې په یاد ولرو، درې څلور ورځې مخکې، ایرانیانو ته د دوی د حکومت له‌خوا درواغ وویل شول، مخکې له دې چې ومني دوی رښتیا هم د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو مسؤل دي."

د اوکراین د نړیوال هوايي شرکت یوه الوتکه د چهارشنبې د ورځې په سهار په تهران کې د امام خمیني له نړیوال هوايي ډګر څخه تر پورته کېدو څو شېبې وروسته د ایران د سپاه پاسداران ځواک له‌خوا په توغندي وویشتل شوه.

ایراني چارواکو له څو ورځې انکار وروسته د شنبې په ورځ ومنله چې دا الوتکه د دوی په پوځي توغندي په تېروتنه ویشتل شوې ده.

په دې پېښه کې د الوتکې ۱۷۶ سپرلۍ ټولې ووژل شوې.

په قربانیانو کې د شپږو هېوادونو وګړي شامل وو.

د ایران له لوري ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې ټوټې.
د ایران له لوري ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې ټوټې.

۷۶ ایرانیان، ۶۳ کاناډایان، ۱۳ افغانان، ۱۱ اوکراینیان، ۳ بریتانویان او ۳ سویډنیان په دې الوتکه کې چې کیف ته الوته ووژل شول.

بل‌خوا د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر وايي، نن به د افغانستان، اوکراین، بریتانیا او سویډن د بهرنیو چارو له وزیرانو سره چې وګړي یې د تهران د الوتکې په پېښه کې وژل شوي وګوري او د دې پېښې په اړخونو به ورسره بحث وکړي.

فرانسوا فلیپ شمپین د دوشنبې په ورځ وویل د دې پنځو هېوادونو لوړپوړي ډیپلوماتان په لندن کې سره ګوري. تمه کېږي چې له افغانستان څخه په دې غونډه کې د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ادریس زمان ګډون وکړي.

تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي وو چې د یو شمېر هېوادونو سره چې وګړي یې په ایران کې د نسکورې شوې الوتکې قربانیانو کې شامل دي، د یوې کاري ډلې په جوړولو هوکړې ته رسېدلي.

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو ژمنه کړې چې د تهران د هوايي پېښې قربانیانو ته به انصاف برابروي.

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو
د کاناډا صدراعظم جستن ترودو

د دې پېښې په اړه د نړۍ په کچه غبرګونونه دوام لري او تېرو ورځو کې یې د ایران زیات وګړي لارو کوڅو ته راوویستل.

په یو عکس‌العمل کې، د شنبې په ماښام په تهران کې د بریتانیا سفیر راب مکایر د امیر کبیر پوهنتون مخکې د لنډ وخت لپاره ونیول شو.

تهران دا بریتانوی ډیپلومات اعتراضونو ته په لمن وهلو تورن کړی دی، خو دې ډیپلومات ویلي چې په هېڅ اعتراض کې یې ګډون نه‌دی کړی او د امیر کبیر پوهنتون مخې ته د تګ هدف‌یې دغلته د تهران د هوايي پېښې قربانیانو ته درناوی و.

بریتانیا هم د دوشنبې په ورځ په دې هېواد کې د ایران سفیر حمید بعیدي نژاد احضار کړ او هغه ته‌یې تهران کې د بریتانوي سفیر د توقیف په اړه اعتراض وسپاره.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG