د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

کابل کې د ګازو بیې لوړې شوي


ارشیف
ارشیف

کابل کې د واورو له ورښت او سړو له زیاتېدو ورسته د نفت او ګازو اداره وايي، چې د ګازو د بیو د لوړولو مخه نیسي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

یو کس د ګازو اخیستو په هدف په واوره کې دکان ته روان دی
یو کس د ګازو اخیستو په هدف په واوره کې دکان ته روان دی

اتلس کلن شهاب د کابل په منډوي کې په یوې مړۍ ډودۍ پسې کراچۍ ګرځوي.

دی وايی په خپله لاسي کرچۍ کې د خلکو سودا وړي راوړي او تر ورځې تر سلو پورې افغانۍ ګتي.

شهاب چې د خپلې کورنۍ سرپرست دی، په کابل کې د ګازو د بیې لوړوالي لکه د نورو کابل ښاریانو په څېر دی هم اندېښمن کړی.

هغه زیاتوي: "زه د خلکو سودا چي وریجي، د کالیو مينځلو ماشینونه او هرڅه چې مخ ته راځي په کرایه وړم، زه له اتو کسانو سره چې وروڼه او خویندې مې دي په یوه کرایه کور کې اوسېږو، تر یوې بجې دلته کار نه وي، که پیدا هم شي، په ورځ کې له ۱۰۰ افغانیو زیات کار نه شم کولای، اوس چې ګاز قیمت شوي، نه شم کولای یوه افغانۍ کورته یوسم."

ساحل چې جوار پلوري او د جوارو د پخولو لپاره له ګازو نه استفاده کوي، وايي، اړ یم، چې د ګازو د بیو تر کمېدو پورې د جوارو پلور بند کړم.

په کابل کې دولتي اوبلن ګاز یو کیلو په ۵۰ افغانۍ دی خو د ګازو پلورونکي وايي، چې په اوسنیو شرایطو کې نه شي کولای په دغه بیه ګاز وپلوري.

ګاز پلورنکی تمیم وايي: "اوس مهال له شرکت نه 76 نیمې افغانۍ راکول کېږي چې د دکان له کرایې سره ۷۰ افغانیو ته رسیږي که په پنځوس افغانۍ وپلورو، تاوان کوو."

ګاز پلورنکی عبیدالله وویل: "د بیو د لوړېدو لامل دا دی چې شرکتونه یې په موږ په لوړه بیه پلوري له هغه ځایه یې چې راوړو، د لارې کرایه یې سنجوو او بیا یې پلورو چې اوس یې پلور هم کم شوی."

په دې وروستیو ورځو، کې په کابل کې د ګازو د بیو لوړېدو کابل ښاریان اندېښمن کړي، نو له همدې امله د ټولنیزو رسنیو ډیری کارکوونکي په طنیزیه انداز له دې امله په دولت انتقاد کوي.

اوس مهال د ګازو د پلور دولتي شرکتونه چې د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې فعالیت لري او نفت او ګازو د تصدي ریاست وايي، چې د یو کیلو اوبلنو ګازو بیه ۵۰ افغانۍ ټاکل شوې او کوم بدلون په کې نه دی راغلی.

د دغه ریاست د عامه اړیکو مدیر سید معراج الدین ازادي راډیو ته وویل: "ځینې سوداګر په مغرضانه ډول د ګازو بیې په بېسارې ډول لوړوي، زمونږ د څېړنو ټیم د وضعیت د کنترول لپاره بازار ته تللی، اوس مهال په بازر کې زمونږ د یو کیلو ګازو بیه ۵۰ افغانۍ ده او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي."

د نفت او ګازو د تصدي ریاست وايي، په دولتي زیرمو کې په زرګونو ټنه ګاز لري او بازار د ګازو له کمښت سره نه دی مخ.

د دغې ادارې مسوولین ځیني سوداګر تورنوي، چې له وضیعته ناسمه استفاده کوي او د ګازو بییې یې لوړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG