د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

زرګونه ترجمانان د امریکا وېزې ته انتظار دي


دیپلومات خپرونې د افغان ترجمانانو د نامعلوم برخلیک په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې، چې سرلیک یې دی:«په داسې حال کې چې تشدد په زیاتېدو دی، وخت د افغان ترجمانانو له لاسه وځي»

د لیکنې په دوام کې لولو، ۱۹ زره افغان ترجمانان او هغه کسان چې له نړیوالو ځواکونو سره یې په تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو کې کار کړی دی، لا هم دې ته انتظار دي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د دوی د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

دیپلومات لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ۲۰۱۴ م کال را په دې خوا نژدې ۱۳ زره افغان ترجمانانو ته د مهاجرت ځانګړې وېزې ورکړي دي.

دا هغه کال دی چې له پای ته رسېدو سره یې د ناټو او امریکا اکثره محارب ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او د جنګي چارو درست مسوولیتونه یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپارل.

دیپلومات د ځینو افغان ترجمانانو او د هغوی د کورنیو د غړیو څرګندونې هم رااخیستي چې وايي ژوند یې له خطر سره مخامخ دی ځکه چې دوی په افغانستان کې له امریکايي پوځیانو سره کار کړی دی.

ګڼو نورو امریکايي او بریتانیايي ورځپاڼو د کندهار د پرونۍ پېښې په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

د ازادي راډیو د خبریال له معلوماتو سره سم، پرون (شنبه) د کندهار په ډند ولسوالي کې د بهرنیو پوځیانو د ګزمې په لاره کې د ماین چاودنه وشوه خو له پېښې وروسته بهرنیو پوځیانو سیمه محاصره کړه.

وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې د بهرنیو ځواکونو موټر یې ویجاړ کړی او په هغه کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي.

خو بهرنیو ځواکونو سمدستي د پېښې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه څه ونه ویل.

بلومبرګ خپرونې د ناټو د یوه ویندوی له قوله د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دوی د پېښې په اړه پلټنه کوي.

ګڼو نورو ورځپاڼو هم له جزییاتو پرته د دې پېښې خبر خپور کړی دی. خو په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عامه چارو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې پېښه کې دوه امریکايي پوځیان وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.

دا په نوي میلادي کال کې امریکايي پوځیانو ته لومړنۍ مرګ ژوبله ده.

دا پېښه ښايي د دې لپاره ګڼو لوېدیځو خپرونو ته مهمه ښکاره شوې چې په وروستیو کې د څو ورته پېښو له کبله د امریکا او طالبانو خبرې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې.

امریکا پر طالبانو فشار راوړي چې د سولې تر موافقې مخکې تشدد کم کړي.

XS
SM
MD
LG