د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

کندهار کې د ماین چاودنې له امله دوه امریکايي عسکر وژل شوي


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د سړک پر غاړه د ماین د چاودنې له امله ۴ امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار والي، حیات الله حیات پرون، د جنورۍ په ۱۱مه، ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د ډنډ ولسوالۍ د حقدار کارېز په سیمه کې شوې ده.

دا په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لومړی وار تلفات دي.

کندهار والي حیات الله حیات
کندهار والي حیات الله حیات

حیات وویل چې د امریکايي ځواکونو د ګزمې ټانک د سړک پرغاړه په ماین الوتی دی.

د هغه په وینا، ۲ امریکايي عسکر وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

حیات الله حیات: "د امریکايي قواوو یوه ګزمه چې د کندهار د هوايي ډګر جنوبي لوري ته د سړک پر غاړه د ماین ښکار شوه، دوه امریکايي سرتېري وژل شوي او دوه زخمیان دي."

د پېښې مسئولیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند پر ټوېټر لیکلي چې پېښه د کندهار هوايي ډګر ته نږدې شوې او په موټر کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت تائید کړې چې په کندهار کې د امریکايي ځواکونو د ګزمې پر موټر چاودنه شوې ده.

د ناټو په اعلامیه کې ویل شوي چې دامریکا دفاع وزارت ښايي تر پېښې ۲۴ ساعته وروسته د وژل شوو کسانو معلومات خپاره کړي.

په کندهار کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د امریکا او رومانیا ځواکونه مېشت دي.

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو پوځي ماموریت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې محدود شو.

له هغه راهیسې، تېرکال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ کار و.

تېر کال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ۲۰ غړي وژل شوي وو.

خو له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوو په افغانستان کې د تروریزم پر ضد جګړه پېل کړې، ۲۴۰۰ امریکايي عسکر او منصبدار وژل شوي دي.

په افغانستان کې اوسمهال ۱۲ زره امریکايي عسکر مېشت دي چې نږدې ۸ زره یې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې خدمت کوي.

هغوی تر ډېره حده د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه او له هغوی سره په همکارۍ لګیا دي.

په کندهار کې پر امریکايي ځواکونو حمله په داسې حال کې شوې چې په دوحه کې د امریکا او وسله والو طالبانو سیاسي استازو څو واره په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو په اړه مخامخ خبرې کړې دي.

امریکا له وسله والو طالبانو په ځلونو غوښتنه کړې چې د افغانستان له حکومت سره د سولې لپاره مخامخ خبرې وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG