د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

ډاکټران: د سړې هوا له امله د معتادينو مړينه ډېره شوې ده


بې سرپناه معتادين وايي چې په ژمي کې د ځانونو د تودولو لپاره پلاستیکونه او نور بېکاره مواد سوځوي چې لوګیو یې تر نشه يي موادو هم ډېر په تکليف کړي دي.

ډاکټران وايي چې معتادین د سړې هوا پر وړاندې مقاومت توان نه لري، له همدې امله په سړه هوا کې ژر مړه کېږي.

د کابل ښار په منځ کې تېر شوی سیند پخوا د معتادینو د اوسېدلو ځای و، خو په ژمې کې چې هوا سړه او په سيند کې اوبه ډېرې شي، معتادين د ښار نورو سيمو ته ځي.

د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې د هوايي پله له پاسه يوه ډله معتادين راغونډ شوي او د پلاستکي کڅوړو او بېکاره توکو په سوځولو ځانونه تودوي. دوی نه يوازې دا چې مخونو يې لوګیو تور کړي، بلکې له سړې هوا څخه هم سر ټکوي.

په دې ډله کې يو معتاد محمد نومېږي. دی که څه هم پوهېږي چې د پلاستیکي شیانو دود یې روغتیا ته زیان رسوي، خو دی مجبور دی چې دا خطر ومني، که دا کار و نه کړي، سړه هوا يې وژني.

"معتادین ټوله شپه ویښ وي، پلاستیکونه، کاغذونه او نور شیان سوځوي. ته فکر وکړه چې د دې شیانو دود به یې بدن ته څومره زیان لري؟ خو چاره څه ده؟ که په دې سړه هوا کې دا شيان و نه سوځوي، نو د سړې هوا له خاطره مړه کېږي."

حمیدالله یو بل معتاد دی چې تر پل سوخته لاندې اوسېږي او د ورځې له خوا کاغذونه او پلاسټیکي شیان ټولوي، دی وايي هر سهار چې له پل سوخته څخه را وځم، نو د یوه یا دوو معتادینو مړي وینم چې سړې هوا وژلي وي. حمدالله وايي چې ټول بې سرپناه معتادين د مرګ له خطر سره مخ دي.

"د شپې له خوا تر پل سوخته لاندې شپې تېروو، د شپې لپاره مناسب ځای نه لرو، هوا ډېره سړه ده او د همدې سړې هوا له امله ډېری معتادین مري. په هر ژمي کې معتادين له دغه ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان وي."

هغه معتادین چې خپل کورونه یې پرې ايښي او یا خپلوانو له کوره شړلي، د نشه يي موادو د پیسو پيدا کولو لپاره په لارو او کوڅو کې سرګردانه ګرځي، هر څه چې په مخه ورځي له ځانو سره يې وړي.

ډاکټر ارشاد منصور وايي چې په ژمي کې ډېری بې سرپناه معتادین د ځای د نشتوالي، ناوړه روغتیايي حالت او ډېرو نشه يي موادو د استعمال له امله مري.

"هغه معتادین چې د کورنیو ملاتړ ورسره نه وي، له اقتصادي او مالي پلوه ډېر کړېږي چې لويه ستونزه يې د اوسېدو د ځای نشتوالی دی، په ځانګړي ډول د ژمي په شپو او ورځو کې معتادين ډېر مړه کېږي، د ډېرو نشه يي موادو د استعمال، لوږي او سړې هوا له امله ډېر معتادين مړه کېږي."

د راپورونو له مخې د بې سرپناه معتادینو شمېر ورځ په ورځ ډېرېږي. د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د هوا له سړېدو سره بې سرپناه معتادین له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رئیس شاهپور یوسف وايي چې د بې سرپناه معتادینو لپاره د ژمي پروګرامونه لري او هره اوونۍ لسګونه معتادين له ښار څخه را ټولوي او روغتیايي مرکزونو ته یې وړي.

"موږ د ژمي لپاره ځانګړي پروګرامونه لرو. د بې سرپناه معتادینو ډېروالي ته په کتو سره مو سږکال د یوه پناهځای او يوه داسې مرکز جوړولو طرحه چمتو کړې چې پنځه سوه معتادین پکې ځايېږي. دا مرکز به د هغو معتادينو لپاره وي چې پر لارو او سړکونو ګرځي او ژوند یې له ګواښ سره مخ وي، ځکه چې د ژمي حالت د وړاندوینې وړ نه دی."

په افغانستان کې د بې سرپناه معتادینو کره شمېر نه دی معلوم. يو شمېر معتادين په ګاونډیو هېوادونو کې په نشو اخته شوي او بیا افغانستان ته په زور راشړل شوي دي. ډاکټران وايي د دې لپاره چې د بې سرپناه معتادينو مړينه راکمه شي، بايد کورنۍ خپل معتاد غړي په جدي ډول وڅاري.

راپور: احمد فرید حلیمي

XS
SM
MD
LG