د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

'د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ غځېدل د افغانستان د سولې بهیر اغېزمنولای شي'


د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مذاکرات شااوخوا ۱۵ میاشتې وړاندې پيل شول، خو تراوسه کومې نهايي نتیجې ته نه دي رسېدلي.
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مذاکرات شااوخوا ۱۵ میاشتې وړاندې پيل شول، خو تراوسه کومې نهايي نتیجې ته نه دي رسېدلي.

په افغانستان کې یو شمېر پخواني طالب چارواکي د ایران او امریکا وروستي کړکیچ ته په اشارې سره وايي چې که دا شخړه اوږدیږي نو د افغانستان پر سولې به هم تاثیرات ولري.

خو یو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې اړه ویشلي نظرونه لري.

یو شمېر يې وايي چې دا کړکیچ د سولې پر بهیر مستقیم تاثیر لري تر دې چې شاید دا پروسه په ټپه ودروي، خو ځيني نور بیا د طالبانو او ایران اړیکو ته اشاره کوي او وايي چې شاید ایران د طالبانو په وسله په دې هېواد کې امریکا ته سرخوږی جوړ کړي.

"د افغانستان د خلاصون لارې شورا" مشر او پخوانی طالب چارواکی که څه هم مني چې ایران به طالبانو سره د مرستې هڅه وکړي، خو دی وايي فکر نه کوي که دغه ډله د ایران پوځي مرستې ومني.

"ایران چې اوس په یو کړکیچ کې ایسار دی هڅه به کوي چې په سیمه کې داسې ډلې پیدا کړي چې د دوی ملګرتیا وکړي، خو زه فکر نه کوم چې طالبان به د دوی مرستې ومني؛ ځکه طالبان وايي چې د اسلام لپاره جګړه کوي نو وبه نه غواړي چې په دې کار سره اسلامي او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي."

خو د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه عمر شریفي بیا په بل نظر دی.

دی وايي که څه هم معلومه نه ده چې د ایران او امریکا ترمنځ رامنځته شوې شخړه پر کومه خوا ځی، خو که کړکیچ پراخیږي د افغانستان د سولې پروسه ان په ټپه درولای او د افغانستان په ګډون په ټوله سیمه کې د جګړې اور بلولای شي.

ښاغلي شریفي ازادي راډيو ته وویل چې ایران له وړاندې هم په افغانستان کې له وسله والو ډلو سره پوځي مرستې کړي او بیا هم شونې ده چې د امریکا سره د کړکېچ د زیاتېدو په صورت کې دغه مرستې زیاتي کړي.

"زه فکر کوم چې ایران له وړاندې په افغانستان جنګېدونکو ډلو سره مرستې کوي؛ په ځانګړي ډول له طالبانو سره، ایران ته د طالبانو سفر دا په ډاګه کوي، زما په نظر که چېرې د امریکا او ایران ترمنځ کړکیچ دوام پیدا کوي نو ایران به د طالبانو په ګډون له بېلابېلو ډلو نه په افغانستان کې د نیابتي جګړې لپاره ګټه واخلي."

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د ویلي چې ایران په فعالانه ډول په افغانستان کې له سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي.

خو له هڅو سره سره وسله والو طالبانو په دې اړه زموږ اړیکه ځواب نه کړه.

د ایران او د امریکا ترمنځ وروستی کړکیچ او ترې د فشار په توګه د طالبانو ګټه اخیستل بله هغه مسئله ده چې په اړه يې بحث کېدای شي.

سیاسي کارپوه فیض محمد ځلاند د طالبانو فعالیتونه له نږدې څاري وايي، امریکا هڅه کوي چې چې د سولې روانې خبرې ژر پای ته ورسوي او پایله ترلاسه کړي، خو شاید طالبان هڅه وکړي چې خبرې وځنډوي او په دې خبرو کې ډېر امتیاز ترلاسه کړي.

"زه فکر کوم چې دواړه لوري به له فشار استفاده کوي. امریکا به د سولې په خبرو کې عجله کوي او طالبان به هڅه کوي چې خبرې وځنډوي ترڅو ډېر امتیاز ترلاسه کړي."

خو د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال قاضي محمد امین وقاد بیا وايي، که طالبان د امریکا او ایران له کړکېچه د فشار په توګه ګټه اخلي، نو دا يې ځکه په تاوان ده چې د ده په وینا امریکا ورته زیان رسولای شي.

دی له دواړو لوریو غوښتنه کوي چې له رامنځته فرصته ګټه واخلي ژر ترژره سولې ته ورسیږي.

که څه هم د افغانستان حکومت په دې اړه هیله څرګنده کړې چې د دغو دوو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی کړکېچ د افغانستان د سولې بهیر اغیزمن نه کړي، خو لیدل کېږي چې لا هم په دې اړه کورنۍ او نړیوالې اندېښنې پر ځای دي.

XS
SM
MD
LG