د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

د بشر حقونو کمېسیون: ښکېلې خواوې دې د ملکي تلفاتو مخنیوي ته جدي پام وکړي


کابل کې د بشر حقونو کمېسیون
کابل کې د بشر حقونو کمېسیون

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون، یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې د ملکي تلفاتو مخنیوي ته جدي پام وکړي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ورستیو شپږ میاشتو راپورنه او موندنې ښيي چې د ملکي تلفاتو کچه اته اعشاریه ۳۶ فیصده لوړه شوې ده.

د دغه کمېسیون منشي شکرالله مشکور د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه او د جګړې له ښکېلو خواوو یې د اوربند غوښتنه وکړه: "د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي تلفاتو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي، د جګړې په خواوو غږ کوي، چې د جنګ په جریان کې دې، بشر دوستانه حقونو ته جدي پام وکړي، د ملکي وګړو د ځان، مال او انساني کرامت ساتنې په اړه دوی مسوولیت لري، همدارنګه غوښتنه مو داده هر څومره چې ژر امکان لري اوربندې وشي."

د بشر حقونو کمېسیون منشي شکرالله مشکور
د بشر حقونو کمېسیون منشي شکرالله مشکور

ښاغلي مشکور زیاتوي، چې د سولې په خبرو کې د امتیاز ترلاسه کولو په هدف، جګړه ښارونو ته راکښل شوې او پیچلې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت تازه ویلي، چې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د طالبانو په بېلابېلو انتحاري، ماین چاودنو او غلچکي حملو کې ۷۳۹۱ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دغه وزارت ویاندې مروې امیني ازادي راډیو ته وویل، په دغو پېښو کې ۲۲۱۹ ملکي افغان وژل شوي او ۵۱۷۲ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني

خو د وسله والو طالبانو ویاند دغه څرګندونې ردوي وايي، چې په همدې کال کې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په حملو کې ۸۷۰۷ افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ذبیح الله مجاهد له لوري ازادي راډیو ته په راستولي شوي پیغام کې راغلي چې په دې شمېر کې ۵۴۲۳ ملکیان وژل شوي او ۳۲۸۴ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما هم شاه خوا یوه میاشت وړاندې په یوه راپور کې د ملکي تلفاتو ډېرې برخې پړه پر وسله والو ډلو لکه طالبانو اچولې وه خو یونما مخکې تر دې د ملکی تلفاتو په اړه په خپلو راپورونو کې افغان او بهرني ځواکونه هم د ملکیانو په تلفاتو کې ښکېل بللي دي.

د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان هم انتقاد کوي چې د جګړې ښکېلې غاړې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته پام نه کوي.

د پوځي چاروپوه باري عارض:"د جګړې پرمهال ملکیانو ته پام کړل، د نړیوالو کنوانسینونو او پریکړو حکم دی، هر څوک چې جګړه کوي، باید د ملیکانو ژوند ته جدي پام وکړي، په افغانستان کې جګړه اوږده شوې، له بده مرغه د جګړې ښکېلې ډلې د جنګي جنایاتو او د ملیکانو د وژنې مرتکیب شوي دي."

د کورنیو چارو وزارت د دغو تازه معلوماتو پر بنسټ په تېر میلادي کال کې د افغان ملکیانو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت اګست وه چې د دغه وزارت په وینا ۳۰۲ کسان په کې وژل شوي او ۷۶۲ نور په کې ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG