د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

د افغانستان په صادراتو کې ۱۵۰ میلیونه ډالر زیاتوالی راغلی


چین هېواد ته د هوايي دهلیز له لارې د توکو د لېږد پیل
چین هېواد ته د هوايي دهلیز له لارې د توکو د لېږد پیل

افغانستان په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د یو ملیارډ ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې دا د تېر کال په پرتله ۱۵۰ میلیونه ډالر زیاتوالی ښيي.

۲۰۱۹میلادي کال پای ته ورسېد، خو له امنیتي او سیاسي ستونزو سره سره په افغانستان کې له اقتصادي پلوه دا کال ښه ارزول شوی.

د دغه هېواد د اقتصاد وزارت ویاند محمد یونس سالک وايي، که څه هم په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د سولې مسله او د ټاکنو پروسه د اقتصادي وضعیت په وړاندې له عمده ننګونو ګڼل کېدل، خو بیا هم اټکل کېږي چې په دغه کال کې د افغانستان اقتصادي وده ۲،۹سنله وه.

هغه زیاته کړه: "په هېواد کې د روانو لویو مسایلو سره ـ سره د هېواد اقتصادي وده د پام وړ وه، زمونږ اټکل دا و چې نږدې ۳سلنه اقتصادي پراختیا ولرو، چې مونږ هغه ټاکلي هدف ته ځان ورساوه، مونږ هېله مند یو چې په راتلونکي کال کې تردې ښه اقتصادي وده ولرو."

د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو پرانېستل، د چابهار بندر له لارې بهر ته د صادراتو د بهیر پیل، په بهر کې د افغاني تولیداتو لپاره بازار موندنه او د نندارتونونو جوړول، د افغانستان د صادراتو د ملي ستراتېژۍ پلي کول، له چین، قزاقستان، هند او ازبکستان سره د ټرانزیټي لارو جوړول او د صادراتو لپاره د هېواد د شپږو قلمو مهمو تولیداتو مشخص کول د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي له لاملونو څخه وو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د اطلاعاتو او د عامه اړېکو رئیس جواد دبیر ازادي راډيو ته وویل، چې ۲۰۱۹ میلادي کال کې د صادراتو کچه د تېر کال د همدغې مودې په پرتله دوه برابره زیاته وه.

د نوموړي په خبره په ټوله کې د افغانستان صادرات وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، غالۍ، د څارویو پوستکي او نور شیان دي خو برعکس خوراکي توکي، اوسپنیز توکې، نفتي توکي، کالي، برېښنايي وسایل او داسې نور شیان بیا له نورو هېوادونو افغانستان ته راوارد شوي دي.

بل ‎خوا د افغانستان ماليې وزارته وايي، چې ۲۰۱۹ میلادي کالله لاسته راوړنو ډک و او په دغه کال کې څه باندې ۲۰۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي

د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي: "۲۰۱۹ یا د ۱۳۹۸مالي کال په ډېرو ښو لاسته راوړنو سره پای ته ورسېد، په دغه کال کې زمونږ ملي عواید څه د باندې ۲۰۸ میلیارډه افغانیو ته ورسېدل، چې دا په تېرو ۱۸ کلونو کې تر ټولو لوړه کچه ده، که مونږ دا تېر کال سره پرتله کړو، څه باندې ۱۹ میلیارده افغانۍ عواېدو کې زیاتوالی راغلی."

د ښاغلي مسجدي په وینا په دغه کال کې سلګونه پروژې پلې شوې دي.

د افغانستان حکومت په ۲۰۱۹ میلادي کال کې کرنیزه برخه کې هم مهمې لاسته راوړنې درلودې.

د افغانستان د کرنې وزارت د شمېرو له مخې په دغه کال کې د زعفرانو د تولید کچه نږدې ۲۰ مټریک ټنه ته ورسېد په داسې حال کې چې دغه اندازه تیر کال ۱۶ مټریک ټنه وه.

په هرات د زعفرانو کروندې
په هرات د زعفرانو کروندې

دغه وزارت وايي،چې د تازه میوو او سبزیجاتو له پلوه دغه هېواد په دغه کې کال کې ۲۵ تر ۳۰ سلنه حاصلات درلودل او د دې ترڅنګ په دغه کال کې د غنمو حاصلات څه باندې ۵ میلیونه ټنه ته ورسېده چې ۴۲ سلنه زیاتوالی ښیې په داسې حال کې چې دغه تېره د غنمو د حاصلاتو کچه درې عشاریه شپږ میلیونه ټنه وه.

د کرنې وزارت تازه سروې ښیې چې د تیرکال په پرتله سږکال د وریجو د تولید کچه لس سلنه زیاته شوې ده او د دغې سروې له مخې سږکال په افغانستان کې ۳۸۳ زره ټنه وریجې تولید شوي دي.

له دې ټولو سره د نړېوال بانک د نوې درجه بندۍ له مخې افغانستان د ملي عوایدو، اسانتیاوو، کار او اقتصادي پراختیا له پلوه شپږ درجې ښکته راغلی.

په دغه درجه بندۍ کې افغانستان ۱۷۳ مقام خپل کړی په داسې حال کې چې افغانستان تېر کال ۱۶۷ ځای درلود.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې یوه نوې موندنه ښیې چې د نا امنیو پراخېدل، د زیربنا نه شتون د سوداګرو له اساسي ستونزو شمېرل کېږي.

د دغې خونې ویاند جان اقا نوید وویل: "په دې برخه کې چې کومې ننګونې موجودې وې، امنیتي ستونزې، د زیربنا نه شتون، فساد، د انرژۍ کمښت، د ادارې کارونو ځنډېدل او یو شمېر نورې ستونزې وې چې په کارو بار یې اغیز کړی وو."

د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویاند جان اقا نوید
د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویاند جان اقا نوید

د ښاغلي نوید په وینا، د هوايي کوريډورونو له لارې په ۲۰۱۹ کال کې د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت صادر شوي دي.

نوموړي وویل، دوی توانېدلي چې کرنیزې توکې او لاسي صنایع خلیج بازارونو، عربي حوزې لکه سعودي عربستان، قطر، بحرین، کویت، امارات او همدارنګه هند، چین، پاکستان او اروپايي هېوادونو ته ولېږدوي.

همدارنګه په دغه کال کې د افغانستان زعفران هم په نړۍ کې د خوند او رنګ له پلوه لومړی مقام خپل کړ.

خو یو شمېر اقتصادي کارپوهان له ډلې سیف ‎الدین سیحون وايي، چې افغانستان تر ډېره مصرفي او وارداتي هېواد دی او ترکومه چې په تولیدي زېربناوو کار ونه ‎شي، په دغه هېواد کې به اقتصادي وده ستونزمنه وي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون
د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون

ښاغلی سیحون ټینګار کوي چې باید د کورنیو او بهرنیو پانګه ‎والو لپاره د انرژۍ او پانګونې د اسانتیاوو په برابرولو سره خوندي کاري چاپېریال جوړ شي ترڅو په دغه هېواد کې د ډېرو صنایعو په رامنځته کولو سره، اقتصادي وضعیت لا وغوړیږي.

XS
SM
MD
LG