د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

عادله راز: د مخدره موادو کښت او قاچاق د ترهګرو مالي سرچینې دي


اغلې راز په دغه غونډه کې وويل، د نشه يي موادو کښت، توليد او قاچاق د ترهګرو مالي سرچينې برابروي او په افغانستان کې د سولې د تضمین او نړیوال امنیت د ټینګولو لپاره باید دغه سرچینې وچې کړل شي.
اغلې راز په دغه غونډه کې وويل، د نشه يي موادو کښت، توليد او قاچاق د ترهګرو مالي سرچينې برابروي او په افغانستان کې د سولې د تضمین او نړیوال امنیت د ټینګولو لپاره باید دغه سرچینې وچې کړل شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادله راز وايي، ترهګري يوازې د جګړې له لارې نه شي ماتېدای او بايد د جګړې تر څنګ د هغوی مالي سرچينې هم وچې کړای شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه غونډه کې چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د څېړنې په اړه جوړه شوې وه، نشه يي مواد هم یو عمده تهدید وبلل شو، داسې چې که له طالبانو سره د سولې موافقه هم وشي، کولای نړیوال امنیت ګډوډ کړي.

اغلې راز په دغه غونډه کې وويل، د نشه يي موادو کښت، توليد او قاچاق د ترهګرو مالي سرچينې برابروي او په افغانستان کې د سولې د تضمین او نړیوال امنیت د ټینګولو لپاره باید دغه سرچینې وچې کړل شي.

د هغې په خبره، ددې هدف ترلاسه کولو لپاره د سيمې په کچه هڅو ته ضرورت دی، باید د کوکنارو د کښت، توليد او نشه يي موادو د بازارونو پر ضد جدي مبارزه وشي.

"د افغانستان حکومت د دې ستونزې د حل لپاره د نشه يي موادو جوړولو پر کارخانو باندې هوايي بريدونه وکړل. د افغانستان امنيتي ځواکونو يوازې سږکال د نشه يي موادو پر کارخانو باندې درې زره عمليات کړي چې په نتيجه کې يې څلور زره کيلوګرامه نشه يي او کېمياوي مواد نيول شوي دي."

عادلې راز زیاته کړه چې د افغانستان امنیتي ځواکونو یوازې سږکال د نشه يي موادو اته زره قاچاق کوونکي نیولي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش دې غونډې ته په خپل يوه لېږل شوي پیغام کې له نشه يي موادو سره د افغانستان دولتي ځواکونو برياوو او قربانيو ته په اشارې سره ویلي چې يوازې سږ کال په دې مبارزه کې لس پولیس وژل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی هم نشه يي مواد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو اصلي مالي سرچینه او د سیمې هېوادونو امنیت ته یو جدي ګواښ بولي. دی له نړیوالې ټولنې غواړي چې له نشه يي موادو سره په ګډه مبارزه وکړي.

خو د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین او امنیتي څېړونکی میرزا محمد یارمند بیا د سیمې هېوادونه له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې په بېغورۍ تورنوي. دی زیاتوي چې د نشه يي موادو د تولید لپاره ټول کېمیاوي مواد د همدې هېوادونو له پولو څخه افغانستان ته راوړل کېږي.

"پریکرسرونه په افغانستان کې نه جوړېږي، بلکې له روسیې، المان، ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راځي. باید د سیمې هېوادونه او نوره نړۍ ژمنه وکړي چې د هغو کیمیاوي موادو مخه به نیسي چې تریاک په هیرویینو بدلوي، خو که دا هېوادونه د پریکرسرونو صادرات نه بندوي، نو دا معنا لري چې دوی غواړي افغانستان د دوی د کېمیاوي موادو مارکېټ وي. بل دا که د افغانستان حکومت غواړي چې د کوکنارو کښتونه ويجاړ کړي، د دې کښتونو بشپړ ويجاړول د امنيتي دلايلو له مخې امکان نه لري. "

په افغانستان کې د نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاقو په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې امریکا هڅه کوي طالبان له ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې وشلوي، خو دې ډلې تر اوسه پورې دا ضمانت نه دی ورکړی چې د سولې تر تړون وروسته به د نشه يي موادو له کښت او تولید څخه لاس اخلي.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG