د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

درې ټاکنیزو ډلو د ټاکنو کمېسیون یوه غړي حنیف دانشیار د کار دوام ناقانونه وباله


د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ټاکنیزې ډلې ادعا کوي چې ښاغلي دانشیار د کمېشنرۍ لپاره لازم قانوني عمر نه دی پوره کړی او خپلو اسنادو کې یې جعل او تزویر کړی.
د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ټاکنیزې ډلې ادعا کوي چې ښاغلي دانشیار د کمېشنرۍ لپاره لازم قانوني عمر نه دی پوره کړی او خپلو اسنادو کې یې جعل او تزویر کړی.

د ثبات او همپالنې، د سولې او اسلامي عدالت، او امنیت او عدالت انتخاباتي ټیمونه غواړي چې د افغانستان لویه څارنوالي د انتخاباتو کمیسیون د غړي محمد حنیف دانشیار د کار د دوام مخه ونیسي.

دغه ټاکنیز ټیمونه ادعا کوي چې ښاغلي دانشیار د کمېشنرۍ لپاره لازم قانوني عمر نه دی پوره کړی.

د دغو درېیو ټاکنیزو ټیمونو غړیو د چهارشنبې په ورځ (قوس ۲۷مه) په یوه خبري ناسته کې وویل، ښاغلي دانشیار په خپلو اسنادو کې جعل او تزویر کړی ترڅو خپل عمر ډېر وښيي.

د ثبات او همپالنې ټیم غړي نورالرحمن اخلاقي وویل دوی به د دانشیار په اړه یوه عریضه لویې څارنوالۍ ته ولیږي. په دغه عریضه کې راغلي:

"د دانشیار غړیتوب د انتخاباتو د قانون د تعدیل شوې لومړۍ مادې د څلورم بند د لومړۍ فقرې، ددغه قانون د شپاړسمې مادې د لومړۍ فقرې د (۱) او (۵) بند او د تحلف د متن خلاف دی. له دې امله له لویې څارنوالۍ غواړو چې د ښاغلي دانشیار د کار مخه ونیسي او د جزا کود د ۴۳۷ مادې له مخې دې دغه کس ترعدلي تعقیب لاندې راولي."

دوی ټینګار وکړ چې د انتخاباتو د کمیسیون غړي باید د انتخاباتو له قانون سره سم وګمارل شي.

د افغانستان د انتخاباتو قانون کې د ټاکنو کمېسیون غړیتوب لپاره ۳۵ کاله عمر په پام کې نیول شوی دی.

دغه انتخاباتي ډلې وايي په اسنادو کې تزویر د قانون ماتولو په معنا ده او له مخې د کمېسیون د غړی له دندې لرې کېږي.

خو د ټاکنو کمیسیون غړی محمد حنیف دانشیار دغه ادعاوې ردوي او وايي، تذکره یې هیڅ ستونزه نه لري او دا ادعاوې هم پر ده د سیاسي فشار راوستو په هدف مطرح شوې دي.

ښاغلي دانشیار ازادي رادیو ته وویل: "زه په دولت کې د کار لس کلنه سابقه، سوانح او د تذکره لرم. تذکره مې کونده لري، زه دغه موضوع سیاسي او د انتخاباتو په دې مرحله کې یو ډول فشار ګڼم چې اغېز به راباندې ونه لری."

ښاغلی دانشیار وايي، په ۱۳۸۲ کال کې یې تذکره اخیستې او سن یې اصلاح شوی دی.

د ده په خبره تذکره یې ورکه شوې وه او بیا يې په ۱۳۸۳ کال کې د پخوانۍ تذکرې د کوندې له مخې بله تذکره واخیسته چې یوازې د فورم شمېره یې بدله ده، خو تذکره ېې هماغه لومړۍ شمېره لري.

څو ورځې وړاندې افغانستان کې د اطلاعات روز په نامه یوې ورځپاڼې د ښاغلي دانشیار د عمر په اړه یو راپور خپور کړ چې ګواکې نوموړی د کميسیون د غړیتوب پرمهال ۳۵ کلن نه و، هغه عمر چې قانون کې ورته په پام کې نیول شوی.

دغه راپور کې ویل شوي چې ښاغلی دانشیار دوه تذکرې اخیستي چې په اصلي هغه کې ۳۳ کلن او په مثنی کې ۳۵ کلن ذکر شوی دی.

دغې ورځپاڼې لیکلي چې د کمېسیون دغه غړي د ګمارل کېدو پرمهال د غوراوي کمېټې ته خپله مثنا تذکره وړاندې کړې ده.

XS
SM
MD
LG