د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

هېواد: لاهم افغانستان کې د ناقانونه وسله‌والو او قانون ماتوونکو ننګه کېږي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د فساد پر ضد د مبارزې په غونډه کې په کابل کې د امریکا د سفیر جان بس څرګندونې راخیستي چې ویلي و نړیوال مرسته کوونکي هېوادونه په افغانستان کې د فساد موجودیت ناهیلي کړي او له دې هېواد سره د مرستو علاقه‌مندي نه‌لري.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې که په تېرو ۱۸ کلونو کې نړیوالې مرستې په افغانستان کې په سم ډول مدیریت شوې وی، نو اوس به دې هېواد بله څېره درلودای.

د سرمقالې لیکوال ادعا کوي چې د دغو مرستو زیاته برخه بېرته د بهرنیانو او لوړپوړو چارواکو جېبونو ته لاړه او په یوه او بل نوم بېرته له افغانستانه انتقال شوې.

د سرمقالې لیکوال په دې برخه کې د امریکا له سفیر غوښتنه کړې چې باید د فساد په مسئله کې واضح کړي چې کوم مسؤلین په فساد کې ښکېل دي څو دغه کسان په کور دننه او بالاخره په نړیوالو محکمو کې محاکمه شي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم همدې موضوع ته اشاره کړې ده او لیکلي دي چې د امریکا د سفیر جان بس څرګندونې نه‌یوازې د حکومت، بلکې د ټول افغان ملت په مخ څپېړه وه.

د سرمقالې لیکوال لیکي که څه هم د جان بس څرګندونې به رښتیا وي، خو دا هم رښتیا دي چې د نړیوالو مرستې چې شخصي جېبونو ته لوېږي خپله دوی هم په‌کې ځکه ښکېل دي چې دوی په لوی لاس مرستې د یوه مېکانیزم او اصولي چوکاټ پر ځای د خصوصي چینلونو له لارې له افرادو سره کولې.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د کابل د ککړې هوا او په دې برخه کې د خلکو ستونزو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د کابل هوا اوس‌مهال د تنفس کولو جوګه هم نه‌ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د هوا د ککړتیا ګراف دومره لوړ شوی چې مخنیوی يې حتی د چاپېریال ساتنې له ادارې بهر دی.

د سرمقالې لیکوال لیکي دا ستونزې تر ډېره د خراب کیفیته سونګ توکو د سوخت له امله رامنځته شوې دي.

سرمقاله لیکونکی لیکي د سونګ له خراب کیفیته توکو تر ډېره په دولتي ادارو او بهرنیو مؤسساتو کې ترې ګټه اخیستل کېږي او هېڅ‌څوک يې مخه هم نه‌شي نیولی.

د سرمقالې لیکوال د دې ښار اوسېدونکي هم د چاپېریال په ککړتیا کې ګرم بللي دي او لیکلي دي چې د کابل ښاریان هم د چاپېریال پاک ساتلو ته پاملرنه نه‌کوي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کړی چې مسءلې ادارې باید په دې برخه کې جدي هلې ځلې وکړي ترڅو د خرابې هوا له امله د ناروغیو د رامنځته کېدو مخه ونیول شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپانې لیکلي دي چې لا هم په افغانستان کې د ناقانونه وسله‌والو او قانون ماتوونکو ننګه کېږي.

وړاندې په سرمقاله کې د قیصاري د نیولو عملیاتو ته اشاره شوې او په‌کې لیکل شوي چې قیصاري د عبدالرشید دوستم د کسانو له لوري د پولیسو له منګولو خلاص شوی او روغ تیار جوزجان ته رسول شوی دی.

د سرمقالې لیکوال د ښاغلي دوستم دغه ګام د قانون خلاف بللی او لیکلي دي چې تر اوسه لاهم په افغانستان کې زورواکي پر ملت حاکمه ده.

XS
SM
MD
LG