د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

هشت صبح: څارونکي بنسټونه دې په ټاکنیزو مسایلو کې د منځګړي رول ولوبوي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ ورځپاڼو د په مزار شریف ښار کې د نظام الدین قیصاري د نیولو پر عملیاتو او ټاکنیزو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې په مزار شریف کې د قیصاري د نیولو د تېرې ورځې عملیاتو ته اشاره کړې او غوښتنه يې کړې چې دغه ډول خپل سرې وسله وال باید ونیول شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې که څه هم د ملي یوالې د حکومت په دوره کې یو شمېر زور واکان او خپل سري وسله وال نیول شوي خو ځینې يې تر نیولو او محاکمه کولو وروسته بېرته خوشې شوي چې اوس حکومت ته د سرخوږي د جوړولو لامل ګرځېدلي دي.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې زور واکان او جنایتکاران د وسله والو مخالفینو ترڅنګ د هيواد او خلکو ستر دښمنان دي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو په اساس همدغه خپل سري وسله وال دي چې د عامو خلکو له وژلو نیولو بیا تر ځورولو او لوټلو ټول جنایتونه پرمخ وړي.

د سرمقالې لیکوال له امنیتي ځواکونو غوښتنه کړې ده چې په هيواد کې ټول غیر مسول وسله وال او زور واکان ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا ارګ تورن کړی چې قیصاري يې د یوې ځانګړې انتخاباتي ډلې د ملاتړ په هدف له بنده خوشې کړی و.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دي چې نوموړی تر دې وړاندې هم نیول شوی وچې بېرته خوشې شو.

سرمقاله لیکونکی ادعا کوی چې د قیصاري په شان نور خپل سري وسله وال په حکومت کې حاکم ټیم پیاوړي کړي او ولس يې پرې ټکولی دی.

د سرمقالې لیکوال د قیصاري پر ضد اوسنیو عملیاتو ته هم د شک په سترګه ګوري او لیکي چې اوس هم د نوموړي پر ضد یاد عملیات د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور په غوښتنه شوي ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور په اوس وخت کې نوموړی د ښاغلی عطا لپاره سرخوږی و.

د سرمقالې په پای کې غوښتنه شوې ده چې حکومت باید وړاندې تر دې چې دغه ډول خپل سري وسله وال په یو خطر بدل شي وځپي او له پښو يې وغورځوي.

  • هيواد

هيواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې حکومت د زور واکو او ناقانونه وسله والو پر ضد قانوني اقدامات پیل کړي دي.

د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې د افغان ولسمشر د تېرې ورځې څرګندونو ته اشاره شوې چې کورنیو چارو وزارت ته يې د عامه نظم د پولیسو د پخواني قومندان زمري پیکان د نیولو امر کړی دی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې کورنیو چارو وزارت په وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې زیات شمېر خپل سري وسله وال یا خو نیولي او يا يې له منځه وړي دي.

د سرمقالې لیکوال په بلخ کې د قیصاري د نیولو په هدف د عملیاتو پیل هم د دغه لړۍ یوه برخه بللې ده.

د سرمقالې لیکوال قیصاري د ځمکو په غصب، له خلکو نه په باج اخیستنې او ځينو نورو جرمونو تورن کړی دی.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله ټاکنیزو مسایلو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې څارونکي بنسټونه باید په ټاکنیزو مسایلو کې د منځګړي رول ولوبوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به په دوه ورځو کې د اوه ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې موضوع پای ته ورسوي خو د سرمقالې لیکوال ویره څرګندوې چې په دې سره به ټاکنیز بحران پای ته ونه رسیږي.

د سرمقالې لیکوال لیکي باور لري چې له دې وروسته د ټاکنو د پایلو اعلان شاید ځینو ټاکنیزو ډلو ته د منلو وړ نه وي نو په همدې اساس به ستونزې پیدا کېږي.

خو د سرمقالې لیکوال له کمېسیون غواړي چې سر له اوسه سیاسي او تخنیکي حل لارې ولټوي.

ورځپاڼه لیکي په سیاسي برخه کې باید کمېسیون له سیاسي څېرو سره کېنې او دغه شان د تخنیکي ستونزو د پای ته رسېدو په هدف باید څارونکي بنسټونه د منځګړي رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG