د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

په ننګرهار کې ځيني اوسېدونکي د ناکامورا د امنیت په نه نیولو نیوکه کوي


ارشیف
ارشیف

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو او مخورو ولایتي چارواکي د ډاکتر ناکامورا د امنیت په ساتنه کې په ناغېړۍ تورن کړل.

د کامې اوسېدونکي وایي، ډاکتر ناکامورا د کونړ سيند د مهارولو پر سر قرباني شوی او حکومت یې په امنیت ساتنه کې بې غوري کړې ده.

ولایتي چارواکي هم د پي ام اس موسسې د مشر ډاکتر ناکاموار په امنیت ساتنه کې د امنیتي ادارو کمکاري مني، خو وایي چې د عاملينو د نيولو لپاره یې جدې هڅې روانې دي.

له ننګرهار څخه سهارګل امیرزي راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00


XS
SM
MD
LG