د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

ملي ارمان: ناکامورا د پاکستان استخباراتي سازمان وژلی


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو بېلا بېلو مسایلو تر څنګ د ډاکټر تتسو ناکامورا د وژل کېدو پر څرنګوالي لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، چې ناکامورا(مراد کاکا) د پاکستان استخباراتي سازمان وژلی.

وړاندې په مطلب کې راغلي، ناکامورا غوښتل چې د کنړ په سیند بندونه وتړي او د اوبو لوی او واړه کالونه جوړ کړي، چې شاړې ځمکې ورسره ابادې شي.

د مطلب د لیکوونکي په اند، د ناکامورا دغه نیت، پلان او کار د پاکستان نظامیان په غصه کړي، نو له همدې یې امله یې نوموړی وواژه.

د مطلب په پای کې راغلي، چې ټول افغانان د نوموړي په مرګ سخت غمجن دي او ناکامورا د افغانستان د بیارغونې اتل بولي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، چې د تتسو ناکامورا قتل جمعي وجدان ته ټکان ورکړ.

د سرمقاله لیکونکي د معلوماتو له مخې، ناکامورا هیڅ ډول سیاسي او ایډیولوژیکه اجنډا نه درلوده، نو ځکه خو یې هم شخصي دښمن نه درلود، هغه څوک یې دښمن دی، چې د افغانستان له پرمختګ سره ستونزې لري.

د سرمقالې په پای کې راغلي د ناکامورا د ترور په وړاندې د افغانانو له غبرګون نه ښکاري چې د افغانستان خلک د رښتني خدمتګارانو قدر او درناوی کوي او د دوی هڅې نه هېروي.

لیکوال وړاندیز کوي، چې ناکامورا په افغانانو حق لري، چې په تاریخ او فرهنګي حافظه کې ځای ورکړل شي.

سرخط

سرخط ورځپاڼه د تتسو ناکامورا مرګ د افغانانو لپاره یوه ستره غمېزه بولي، خو د نوموړي د امنیت په ساتلو کې د پړې ګوته حکومت ته نیسي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د نوموړي د امنیت لپاره باید لا له وړاندې بشپړ امنیتي تدابیرنیول شوي وای.

سرمقاله لیکي، که څه هم ناکامورا اوس نشته، خو که په خبره یې، ښه امنیت یې ساتل شوی وای، کېدای شوای، چې څو کلونه نور هم افغانستان ته کار وکړي، چې داسې ونه شول.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم پخوا له دې په افغانستان کې دېته ورته ناوړه پېښې رامنځ ته شوې، خو په مخنیوي کې تل بېغوري شوې.

د سرمقالې په پای کې یادونه شوې، ډېره جالبه خو لا دا چې ناکامورا ته افغان دولت افتخاري تابعیت ورکاوه، خو د امنیت په اړه یې هیڅ هم په پام کې نه و نیولي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي، جاپاني ډاکټر تتسو ناکامورا هغه خدمتګارچې د مرګ دښتې یې په سمسور بڼ واړولې.

په مطلب کې راغلي، د ناکامورا په زړه کې د انساني خواخوږۍ دومره ژورې ریښې غځولې وې، چې زر ګونه کېلومټره لرې یې د افغانستان په یوه لرې پرته سیمه کې له ګواښونو سره سره د نورو انسانانو د ژوند عصري کولو لپاره پایڅې راپورته کړې وې.

XS
SM
MD
LG