د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

انیس: د طالبانو او امریکايي چارواکو تر منځ د سولې خبرې یو ځل بیا پیلیږي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې او انتخاباتو په اړه لیکنې او سر لیکنې چاپ کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، د څارونکو بنسټونو وړاندیز باید جدي ونیول شي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، پر انتخاباتو د څار بنسټونو اعلان کړی چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ستونزې د هواري لپاره فني حل لاره دا ده، کوم محلونه چې د انتخاباتي ټیمونو له نظره ستونزې لري، د کورنیو او نړیوالو څارونکو تر نظر لاندې دې تفتش شي.

ورځپاڼه لیکلي، دا فني حل لاره باید د ټولو له خوا ومنل شي.

سرمقاله لیکونکی ټینګار کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم باید دا لاره ومني او په دې برخه کې اقدام وکړي.

ځکه په باور یې دا ځل نو له بهر نه څوک نه راځي چې د افغانستان انتخاباتي ستونزه هواره کړي.

دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د انتخاباتي مسایلو په اړه لیکلي دي.

دنیا لیکي، د خلکو له اعتراضونو ښکاري چې خلک د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په کارونو کې د شفافیت په اړه شک لري.

سرمقاله لیکونکی لیکي، کمیسیون تر اوسه د خلکو قناعت نه دی خپل کړی، او دا ځکه چې په خبره یې تر اوسه کمیسیون د انتخاباتي ټیمونو او خلکو پوښتنو ته قانوني ځواب نه دی ورکړی.

ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې د مسلې په اړه په خپل سرمقاله کې لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د سولې او نجات شورا په غونډه کې چې تېره ورځ وشوه پر څو موضوعاتو ټینګار وشو، د سولې لپاره د ملي اجماع جوړېدل، په ولس کې د سولې د یو محور جوړېدل او دریم دا چې د دوی په وینا انتخاباتو تر اوسه نتیجه ورنه کړه او باید یوه عبوري مسلکي اداره جوړه شي چې طالبانو سره په ګډه د راتلونکي لپاره پر یو میکانیزم اتفاق وکړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، په دې ټکیو کې شعاري خبرې هم شته، خو که مونږ د هیواد د راتلونکي په اړه مسولانه فکر کوو باید پر دې اعتراف وکړو چې سوله زمونږ د ولس لپاره نور د برخلیک حیثیت لري او په هر صورت سره باید د روانو بدمرغیو د پای ته رسولو په هدف په ولس کې جدي کار وشي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې د افغانستان د سولې په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي.

د طالب بندیانو او د افغانستان د امریکايي پوهنتون د استادانو په خوشې کېدو سره ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکايي چارواکو تر منځ د سولې خبرې یو ځل بیا پیل شي.

په سرمقاله کې راغلي، یو شمېر شنونکي د خبرو بیا ځلي پیل ته په بېړه کې دي خو د انیس په حواله د امریکايی پوځیانو په شمول یو شمېر نور بیا دا خلي د ژر پیل غوښتونکي نه دي او هیله من دي چې دا ځل دا خبرې د افغان حکومت سره په همغږۍ چې د قضیې اصلي طرف دی مخته یوړل شي.

سر مقاله لیکونکي ټینګار کوي، چې د افغانستان خلک هم د همداسې یوې سولې غوښتونکي دي.

XS
SM
MD
LG