د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

سرخط: د ډونالډ ټرمپ راتګ او د سولې برخه کې ګډ دریځ د هېواد په ګټه ده


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې، کابل ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناڅاپي سفر په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، د امریکا ولسمشر طالبان نرموي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه شپه ناوخته په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی، نوموړي د بګرام په هوايي اډه کې له ولسمشر غني سره د لیدنې تر څنګ امریکايي عکسروته وینا هم وکړه.

سرمقاله لیکونکی لیکي، ولسمشر غني او ډونالډ ټرمپ د لیدنې پر مهال د افغان ځواکونو د سرښندنو د ستاینې تر څنګ، ټینګار کړی چې که طالبان د سولې هوکړې ته ژمن وي، نو باید اوربند وکړي.

په سرمقاله کې راغلي، ټرمپ ویلي چې طالبانو سره یې د سولې خبرې بیا پیل کړي او تمه لري چې دا ځل به نه یوازې دا چې اوربند ته غاړه کېږدي بلکې دا پروسه به له ځنډ سره مخ نه کړي.

په سرمقاله کې دغه شان راغلي چې، دواړو ولسمشرانو له افغانستان بهر د ترهګرو د ځالو له منځه وړل هم ډېر مهم ګڼلي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په ټوله کې افغانستان ته ډونالډ ټرمپ راتګ او له افغان حکومت سره یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او سولې په برخه کې ګډ دریځ او اقدامات د هیواد په ګټه تمامېدلای شي او که دواړه لوري همداسې مخته ولاړ شي لرې نه ده چې په افغانستان کې د روانې پردۍ جګړې تغر ټول او افغانان سوله ییز ژوند ولري.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا شان راتګ د افغانستان د ملي حاکمیت تر پښو لاندې کول بللي دي.

ویسا لیکي، افغانستان دا مهال د یوې بې دروازې کور حیثیت لري، د چا چې څه وخت زړه وغواړي ورته راځي او چې کله یې زړه غواړي بېرته ځي.

خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، کله چې د امریکا ولسمشر داشان راځي د افغانستان د ملي حاکمیت د تر پښو لاندې کولو موضوع ورسره خامخا تړلې ده.

د سرمقالې په پای کې راغلي، مونږ په داسې حال کې چې له نړیوالو په کلکه غواړو چې زمونږ د ملي حاکمیت او استقلال سرې کرښې وپېژني او رعایت یې کړي، له خپلو چارواکو هم په کله غواړو چې د دې تاریخي هیواد له حیثیت سره لوبې نه کوي.

  • هیواد

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د موضوع په اړه لیکلي دي.

د هیواد په سر مقاله کې په دې اړه راغلي چې د ښاغلي غني او ولسمشر ټرمپ په دغه ۴۵ دقیقه يي لیدنه کې پر کومې مهمې مسلې چې ډېر بحث شوی هغه، په افغانستان کې د سولې لپاره ژمنتیا وه.

سرمقاله لیکونکی لیکي، د سولې لپاره د دواړو ولسمشرانو لومړنۍ غوښتنه اوربند و ، هغه اوربند چې په باور یې د سولې لپاره لومړنی شرط او سره کرښه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG