د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

ملي امنیت د لوګر د مدني ټولنې رئیس د نیولو ننګه وکړه


Afghanistan -- national security "NDS" logo لوگوی ریاست امنیت ملی افغانستان
Afghanistan -- national security "NDS" logo لوگوی ریاست امنیت ملی افغانستان

د بشر حقونو یو شمېر بنسټونو د اعتراض سره سره، د ملي امنیت عمومي ریاست د لوګر د مدني ټولنې د رئیس موسی محمودي د نیولو ننګه کړې.

د ملي امنیت عمومي ریاست له یوې اعلامیې سره یوځای رسنیو ته د موسی محمودي د اعتراف یوه وېډیو لېږلې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي، دا راپور په غیر مسلکي ډول او د اسنادو د نشتون په صورت کې یوازې د دې لپاره جوړ شوی چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

موسی محمودي په یوه راپور کې چې دی یې څېړنه بولي ویلي و، په تېرو شپږ میاشتو کې د لوګر ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې له ۵۰۰ زیات زده‌کوونکي په جنسي ډول ځورول شوي دي.

د دې راپور خپرېدو په ځان پسې سخت غبرګونونه درلودل.

د ملي امنیت ریاست له‌خوا په خپره شوې ویډیو کې چې موسی محمودي د ملي امنیت ریاست د نظارت لاندې څرګندونې کوي خپله څېړنه ناسمه بولي او له کبله‌یې له دولت او خلکو بخښنه غواړي.

په لوګر کې د یوه ښوونځي انځور

په ورته وخت کې احسان الله حمیدي چې د دې راپور د جوړولو په برخه کې یې له موسی محمودي سره همکاري کړې، هم د ملي امنیت په بند کې دی.

د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکي، د دې راپور له خپرېدو وروسته، د موسی محمودي او احسان حمیدي پر وړاندې ګواښونه و نو له همدې کبله یو خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري وايي، ملي امنیت د موسی محمودي او احسان الله حمیدي د نیولو حق نه لري او تر فشار لاندې د دوی اخیستل شوی اعتراف د اعتبار وړ نه دی.

هغه وايي: "بې له شکه چې تر زور لاندې د هر ډول سند اخیستل قانوني او حقوقي اعتبار نه لري، کېدای شي چې له دوی په سیاسي توګه ګټه پورته شي، مګر تر فشار لاندې اعتراف په هیڅ ډول قانوني نه شمېرل کېږي او د منلو نه دی."

په ورته وخت کې د دې موضوع د روښانتیا او څېړنې لپاره د ولسي جرګې له‌خوا د ګمارل شوي پلاوي معلومات ښيي چې دا موضوع ناسمه او بې‌بنسټه ده.

په لوګر ولایت کې له زده‌کوونکو د جنسي ګټنې موضوع له په ډاګه کېدو وروسته د پوهنې وزارت او د لوګر ولایت مقام له‌خوا هم ځانګړي پلاوي وګمارل شول.

دغو پلاویو هم وویل چې د دې موضوع په اړه خپور شوی راپور ناسم دی.

د ولسي جرګې غړی او د دې پلاوي رئیس اسدالله شهباز د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې ۹ کسیزه پلاوي په لوګر ولایت کې د دې موضوع په اړه له سیمه‌ییزو چارواکو، ښوونکو، زده‌کوونکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو سره خبرې کړي.

د ولسي جرګې غړی اسدالله شهباز

د ښاغلي شهباز له قوله، دوی اوس‌ هڅه کوي چې د لوګر ولایت د مدني ټولنې رئیس موسی محمودي سره د شته اسنادو د لیدو او څېړنې لپاره له هغه سره وګوري.

وړاندې له دې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي و له تېرو پنځو ورځو راهیسې موسی محمودي او احسان‌الله حمیدي د ملي امنیت ریاست له‌خوا په کابل کې نیول شوي دي.

د دې سازمان د افغانستان د برخې مسؤله حوریه مصدق وايي، د ملي امنیت ریاست په دې اړه د دوی رسمي لیک ته ځواب نه‌دی ویلی.

XS
SM
MD
LG