د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

چارواکي: افغانستان کې ۴۱ سلنه ښځې د وینې کموالی لري


ټيټ قد، د حافظې او اعصابو کمزوري، ټیټ فشار، د نوکانو ماتېدنه او د ویښتانو توېېدل، په بدن کې د اوسپنې او وینې د کمښت نښې دي.
ټيټ قد، د حافظې او اعصابو کمزوري، ټیټ فشار، د نوکانو ماتېدنه او د ویښتانو توېېدل، په بدن کې د اوسپنې او وینې د کمښت نښې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د افغانستان ۴۱ سلنه ښځې او نجونې د وینې له کموالي سره مخ دي.

د اوسپنې د کموالي نړیواله ورځ او دغې مسئلې ته د مسؤلینو هڅې.

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۱۶ میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې ۱.۶ میلیونو نجونو ته فولیک اسید تابليتونه ورکړل شوي، هغه ټابليټونه چې د بدن اوسپنه ډیروي او د ښځو او نجونو د وینې د کموالي مخه نیسي.

د دغه وزارت مسوولینو د سه شنبې په ورځ د وینې د کموالي د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې هیله وښوده چې، د هېواد ټولو ښځو او نجونو ته فولیک اسید ټابلیټونه ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت د تغذېې د ادارې رييسې مرسل مناتي وویل، د فولیک اسید د ټابلیټونو نه استفاده هیڅ زیان نه لري بلکې د وینې او اوسپنې د کمښت مخه نیسي.

هغې زیاته کړه: "د دغو ټابلیټونو د ویش په ذریعه مونږ او تاسې د اوسپنې د کمښت له امله د کم خونۍ پر وړاندې وقایه کوو، له ټولو ځوانانو غواړو چې د فولیک اسید په خوړلو بسياینه ونه کړي بلکې له اوسپنې لرونکو خوړو نه هم استفاده وکړي."

میرمن مناتي وویل، د هیواد په اوسني وضعیت کې خلک او په تیره د ښوونځیو زده کوونکي د بیوزلۍ، ناامنیو او نورو موارد له امله نه شي کولی کافي ویټامین لرونکي خواړه وخوري خو فولیک اسید ټابلیټونه کولی شي چې، د ویټامینونو او اوسپنې ځای ونیسي.

ټيټ قد، د حافظې او اعصابو کمزوري، ټیټ فشار، د نوکانو ماتېدنه او د ویښتانو توېېدل، په بدن کې د اوسپنې او وینې د کمښت نښې دي.

په ورته وخت کې د ښوونځیو ځینې زده کوونکي وايي، له فولیک اسید ټابلیتونو نه یې په استفادې ډیری روغتیایې ستونزې حل شوي دي.

مروه او زهره له دوو کلونو راهیسې له فولیک اسید ټآبلیټونو نه استفاده کوي.

مروې وویل: "له کومه وخته چې له دغو ټابلیټونو نه استفاده کوو د پېښو دردونه او فشار مو ښه شوی او درس هم ژر زده کولی شو."

زهره وايي: "له کومې ورځې چې له دغو ټابلیټونو استفاده کوو د سر او ځان او ټول بدن دردونه مو ښه شوي، ان دا چې د بدن وده مو هم ښه شوې ده."

د پوهنې وزارت د ښوونځیو د بدني روزنې او روغتیا رییس محمد اکبر عمرخېل چې، په دغه ناسته کې حاضرو و ویل، د ښوونځیو له لارې به ددغه پروګرام په پلي کېدو په نجونو کې د وینې د کمښت او ذهني کمزورۍ ستونزه حل شي.

XS
SM
MD
LG