د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

صدیقي: ټرمپ او غني د سولې مذاکراتو کې د کابل پر ګډون او محوریت ټینګار کړی


د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي

ارګ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلفوني خبرو کې د سولې په مذاکراتو کې د افغانستان د حکومت په شمولیت او محوریت ټینګار کړی.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي دغه څرګندونې د ښاغلي ټرمپ د هغه څرګندونو په ځواب کې ازادي راډیو ته وکړې چې وايي، له طالبانو سره پر نوې موافقې کار کوي.

د امریکا ولسمشر پرون (نومبر ۲۲مه) له فاکس نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې دا خبره کړې. هغه همداراز ویلي چې د سولې لپاره د کار ترڅنګ به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر هم راکموي.

ښاغلي صدیقي د دې موضوع په اړه تبصره ونه کړه، خو د دواړو مشرانو د وړمې ورځې (عقرب ۳۰مه) خبرو په حواله یې وویل؛ د ښاغلي ټرمپ ټینګار پر دې و چې په سوله کې د افغانستان حکومت راګډ کړای شي او د سولې محوریت دې د کابل په لاس کې وي.

ارګ د دواړو مشرانو د خبرو په اړه پرون په یوې اعلامیې کې ویلي و چې د امریکا ولسمشر د افغانستان د سولې خبرو له پیل وړاندې، اوربند مهم شرط بللی او د سولې په بهیر کې یې د کابل پر مخکښ رول ټینګار کړی.

په ارګ کې یوې باخبره سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې له دې وروسته به د سولې هر ډول مذاکرات د دواړو حکومتونو په مشوره سره مخته ځي.

طالبانو تردې دمه د اوربند او د افغانستان له دولت سره د مستقیمو خبرو غوښتنې رد کړې دي.

خو په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین د امریکا د ولسمشر د تازه څرګندونو په اړه ازادي راډیو ته په راستول شوي پیغام کې ویلي:

"توافق نامه مکمله شوې، په نهه پړاوه مذاکراتو کې دا مکمله شوه، بیا یې وروسته د تطبیق پر مکانیزم کار وشو، اوس که څه پاتې دي هغه دا دي چې لاسلیک شي، که امریکا د افغانستان د مسلې حل کول غواړي، د دې توافقنامې لاسلیکول به ورته پکار وي."

امریکايي چارواکو له طالب استازو سره په قطر کې نهه پړاوه مذاکرات وکړل او په اصولو کې یوې هوکړې ته هم ورسېدل، خو ولسمشر ټرمپ په کابل کې د طالبانو یوه ځانمرګي برید په غبرګون کې چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان پکې وژل شول، دغه مذاکرات لغوه کړل.

خو له طالبانو سره د بندیانو وروستۍ تبادلې چې په نتیجه کې یې انس حقاني او دوه نور لوړپوړي طالبان د حکومت له بنده او د افغانستان امریکايي پوهنتون استادان د طالبانو له بنده خوشي شول، د سولې خبرو پیلېدو ته خوشبیني ډېره کړې ده.

اوس ولیدل شي چې بیاځلي د سولې مذاکرات به له کومه ځایه او کله پیلېږي او نتیجه به یې څه وي؟

XS
SM
MD
LG