د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

"ټرمپ نه دي ویلي چې اوکراین ته پوځي مرستې د جوبایډن په اړه څېړنو پورې تړلې دي"


U.S. -- U.S. Ambassador to the European Union Gordon Sondland testifies during the House Intelligence Committee hearing as part of the impeachment inquiry into U.S. President Donald Trump on Capitol Hill in Washington, November 20, 2019
U.S. -- U.S. Ambassador to the European Union Gordon Sondland testifies during the House Intelligence Committee hearing as part of the impeachment inquiry into U.S. President Donald Trump on Capitol Hill in Washington, November 20, 2019

په اروپايي ټولنه کې د امریکا سفیر ګورډن سوندلند پرون د کانګرس د استازو مجلس استماعیه غونډې ته وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ هېڅکله نه دي ورته ویلي چې اوکراین ته د پوځي مرستو ورکول له دې سره ارتباط لري چې د اوکراین مشران د ټرمپ د سیاسي رقیب په اړه د تحقیق امر وکړي.

د امریکا کانګرس د استازو مجلس د استخباراتو کمېټې ډیموکراتو او جمهوري غوښتونکو غړو د ولسمشر ټرمپ د استیضاح په اړه د تاریخي تحقیقاتو د پیل لپاره استماعیه غونډې د نومبر په دیارلسمه نېټه پېل کړې.

ګورډن سوندلند پرونۍ (نومبر ۲۰) غونډې ته وویل چې سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت يې دا غوښتنه رد کړې چې د ټیلفوني مکالمو ریکارډ، ایمیلونه او نور اسناد ورسره شریک کړي چې د خپلو مکالمو جزئیات ور په یاد شي.

په کانګرس کې د امریکا د ایلینوي ایالت ډیموکرات استازي مایک کویګلي په یوه ټویټ کې پر ولسمشر ټرمپ انتقاد کړی او لیکلي یې دي: "که داسې اسناد موجود وائ چې ولسمشر ټرمپ یې سپینولای شوای، سپینې مانۍ او ولسمشر به اوس زموږ دروازې را ټکولې."

د یادونې وړ ده چې په اروپايي اتحادیه کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر پرونۍ غونډې ته په خبرو کې ومنله چې واشنګټن ته د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سفر د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ د رقیب سیاستوال جو بایدن او د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د اوکراین د مداخلې په اړه د تحقیقاتو د پیل په پرېکړې پورې تړل شوی و.

هغه دې ته د "کوېد پرو کو" یا د یوه امتیاز په بدل کې د یوه کار د ترسره کولو نوم ورکړ.

واشنګټن ته سفر د اوکراین د جمهور رئیس لپاره چې نوی انتخاب شوی و، ډېر مهم بلل کېده.

په کانګرس کې د دغه لوړ رتبه امریکايي ډیپلومات د خبرو په اړه په غبرګون کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پرون په واشنګټن کې یوه خبریال ته وویل: "زه خپل سفیر ته وایم چې زه هېڅ نه غواړم، هېڅ نه غواړم، هېڅ کوېد پرو کو نه غواړم، زېلېنسکي ته ووایه چې هغه کار وکړي چې سم وي. بیا هغه وایي چې دا د امریکا د ولسمشر وروستۍ خبره ده چې زه هېڅ نه غواړم."

امریکا کې د جمهوري ریاست ټاکنې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ترسره کېږي.

داسې ګڼل کېږي چې د ډیموکرات ګوند غړی جوبایدن به په راروانو ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ له اساسي رقیبانو وي. پر ولسمشر ټرمپ تور پورې شوی چې د اوکراین جمهور رئیس ته یې سپارښتنه کړې وه چې په اوکراین کې د جوبایدن د زوي د تجارتي فعالیت او له هغه سره د جوبایدن د تړاو په اړه تحقیق وکړي.

زیات ډیموکراتان ادعا لري چې ولسمشر ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر فشار اچولی او له خپله موقعیته یې ناوړه استفاده کړې ده.

خو ولسمشر ټرمپ مکرراً دا تور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG