د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

د ناټو سرمنشي د افغانستان امریکايي پوهنتون د استادانو خوشي کېدو هرکلی وکړ


د ناټو تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو تړون عمومي منشي د حقاني شبکې له درېیو غړو سره د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د تبادلې هرکلی وکړ او په دې ارتباط یې د ولسمشر محمد اشرف غني پرېکړه وستایله.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د نومبر په ۲۰مه، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې غونډه وکړه.

د سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تر غونډې مخکې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د جمهور رئیس پرېکړه زړوره وه.

ولسمشر اشرف غني تېره اونۍ (عقرب ۲۱مه) اعلان وکړ چې د حقاني شبکې درې غړي په مشروط ډول د افغانستان امریکايي پوهنتون له دوو استادانو سره تبادله کوي. د تبادلې پرېکړه د سه شنبې په ورځ (عقرب ۲۸مه) عملي شوه.

د افغانستان د امریکايي پوهنتون دغه استادان امریکایی کېون کینګ او استرالیایی ټیموټي ویکس په ۲۰۱۶ میلادی کال کې وسله والو طالبانو له کابله تښتولي وو.

هغوی تر درې کال او درېیو میاشتو بند وروسته د سه شنبې په ورځ د حقاني شبکې د بنسټ اېښودونکي جلال الدین حقاني د زوي انس حقاني او دوو نورو طالبانو په بدل کې خوشې شول.

د ناټو عمومي منشي پرون وویل، هیله لري چې دا پرمختګ به د افغانستان د سولې د خبرو له بیا پیل سره مرسته وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل: "داسې اقدام اعتماد جوړوي، هیله ده چې موږ به د سولې د مذاکرو بیا پېل ته نږدي کړي او په دې ډول به دافغانستان د بحران د حل لپاره د یوه سیاسي جوړجاړي زمینه برابره کړي. ناټو افغانستان ته متعهده پاتې کېږې او موږ به دافغانستان د امنیتي ځواکونو روزنې او تجهیز ته دوام ورکړو."

سپینې ماڼۍ هم په یوه ځانګړي پیغام کې د افغانستان له حکومته مننه کړې چې د همکارۍ او شراکت لپاره یې د برمته شوو استادانو په خوشې کولو کې هڅې کړې دي.

د سپینۍ ماڼۍ په پيغام کې چې پر ټوېټر خپور شوی لیکل شوي چې "ولسمشر اشرف غني د سولې لپاره متعدد زړور ګامونه اخیستي دي."

د رویټرز او اسوشیټډ پرس خبري اژانسونو په حواله، د افغانستان د امریکايي پوهنتون دواړه استادان د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې خوشي شول او په هليکوپټر کې امن سیمې ته ولېږدول شول.

د وسله والو طالبانو سرچینو هم تائيد کړه چې د حقاني د شبکې درې بندیان د بګرام له توقیف ځایه خوشې شوي او د سه شنبې په سهار د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېدل.

د نړیوالو خبري رسنیو په حواله، انس حقاني او ورسره دوه نور طالبان مالي خان او عبدالرشید عمري په دوحه کې په کور کې تر نظارت لاندې ساتل کېږي.

XS
SM
MD
LG