د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

په بدخشان ولایت کې معتادینو یو چوکیدار وژلی دی


ارشیف
ارشیف

د بدخشان ولایت معتادینو د ګڼو جرمونو او غلاوو ترڅنګ په دې وروستیو کې یو چوکیدار په چاقو باندې وژلی دی.

په دغه ولایت کې د معتادینو له ډېرېدلو سره جرمونه هم ډېر شوي او ځايي خلک وايي، د شپې ناوخته په فیض اباد ښار کې لارې نيسي او خلک لوټوي اندېښمن کړي دي.

په دې سربېره د شپې له خوا معتادین د خلکو کورونو او سرایونو ته ور اوړي او د نشه يي موادو د اخیستلو لپاره غلاوې کوي.

د بدخشان اوسېدونکي اعتیاد تر ترهګرۍ خطرناک عمل بولي. دوی معتادین تورنوي چې عام خلک وهي، مالونه يې غلا کوي او آن پر وژلو یې هم صرفه نه کوي. پروېز نګهبان چې د فیض اباد ښار په دوهمه ناحیه کې يو خصوصي شرکت لري ازادۍ راډیو ته وویل، څو ورځې مخکې څلورو معتادینو د دوی پر شرکت باندې برید وکړ.

"معتادین له ځانونو سره چاقوګان لري، درې څلور شپې مخکې زموږ د سرای داسې ځای ته ورغلي وو چې هلته مرغۍ هم نه شي ورتلای، خو دوی ورغلي او له هغه ځای څخه یې ځنې وسائل غلا کړي دي. موږ یو معتاد له چاقو سره یو ځای لاس په لاس ونیو."

محمد ظاهر چې په فیض اباد ښار کې سوداګري کوي وایي، معتادینو یې څو ورځې مخکې دفتر لوټ کړی و، ځکه یې د خپل دفتر د ساتلو لپاره درې ساتونکي مقرر کړل.

"معتادینو زما له دفتر څخه ډېر وسائل یووړل، لکه بېلر، جنراتور او د موټر پرزې. اخر مجبور شوم چې درې ساتونکي مقرر کړم او د میاشتې دېرش زره افغانۍ ورکړم چې وسائل مې وساتي، دلته وضعیت ډېر خراب دی، آن دا چې همدا نن مې هم یو معتاد غل ونیو. زه له حکومت څخه غواړم چې د غلو معتادينو مخه ونیسي."

د بدخشان ولایت د ولایتي شورا مرستیال طلب الدین قادري وايي چې معتادین یوازې کورونه نه لوټوي، بلکې د غلاوو لپاره عامو لارو ته هم را وځي.

"په ښار کې د معتادینو موجودیت د اندېښنې وړ دی. کله چې معتادين د پوډرو د اخیستلو لپاره پیسې و نه لري، نو مجبوره دي چې غلاوي وکړي، ځینې خو یې آن دا چې بداخلاقۍ ته هم مخه کوي. د معتادینو که وس ورسېږي، د پیسو تر لاسه کولو لپاره خلک هم وژني."

د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند ثناء الله روحاني وايي چې پولیسو خپل یو شمېر ځواکونه له هغو معتادینو سره مبارزې ته ځانګړي کړي چې جرمونه کوي.

ښاغلی روحاني زیاتوي چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې یو شمېر معتادین را ټول کړي او د درملنې لپاره یې روغتیايي مرکزونو ته سپارلي دي.

"یو شمېر معتادین مو د بهارک ولسوالۍ د معتادینو روغتون ته د درملنې لپاره استولي دي. پولیس د هغو کسانو د نیولو هڅه کوي چې پر خلکو باندې نشه يي مواد خرڅوي، تر اوسه پورې مو د نشه يي موادو (۲۵) واړه خرڅوونکي نيولي او قانون ته مو سپارلي دي."

د بدخشان ولایت د معتادینو روغتون د شمېرو له مخې دا ولایت نږدې (۴۰) زره معتادین لري چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

راپور: نعمت الله احمدي

XS
SM
MD
LG