د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د عبدالله عبدالله ګواښ


ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله
ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله

ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله وايي، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش ونه دروي، دوی به یې په اړه نورې پرېکړې وکړي.

که څه هم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ۲۸ ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش ځنډېدلی بهیر پیل کړ، خو د تېر په څېر یو شمېر انتخاباتي ټیمونو په دې پروسه کې د نه ګډون پرېکړه کړې.

د ثبات او همپالنې، سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ټکتونو او د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا ویلي، نه یوازې دا چې په دې بهیر کې ګډون نه کوي، بلکې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش پایله هم نه مني.

ارشیف
ارشیف

ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله نن په یوه خبري غونډه کې وویل، دوی ته د کمېسیون ورکړل شوي ځوابونه قانع کوونکي نه دي.

دی وایي: "د رأیو په بیا شمېرنه او تفتیش کې زموږ نه ګډون په دې معنا دی چې موږ نورې پرېکړې کوو، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له‌خوا د رأیو د بیا شمېرنې پیل په لوی لاس د انتخاباتو بحراني کوي، کمېسیون خپله بې طرفي او مشروعیت تر پوښتې لاندې راوستی."

عبدالله عبدالله همدا ډول د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تورن کړ چې د دولت جوړوونکي ټیم د ویاند په توګه عمل کوي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او دولت جوړوونکي ټیم د ښاغلي عبدالله څرګندونې رد کړې او په دې اړه یې د سندونو غوښتنه کړې ده.

د ثبات او همپالنې انتخاباتې ډلې تر څنګ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې غړي فضل غني حقمل هم ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دوی د غوښتنو تر نه منل کېدو پورې به د رأیو بیا شمېرنې او تفتیش ته خپل استازي ونه لېږي.

دې ډلې وړاندې په ټول افغانستان کې د رأیو د بیا شمېرنې په نږدې ۲۴۰۰ محلونو کې د انتخاباتو بیا ترسره کېدو او د انتخاباتي جرایمو د څېړلو لپاره د یوه ځانګړي قضايي پلاوي د جوړښت غوښتنه کړې وه.

د نوماندانو شورا چې د ولسمشرۍ ۱۱ تنه نوماندان یې غړیتوب لري، هم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې له دې بهیر سره پرېکون اعلان کړی دی.

دې شورا په خپله اعلامیه کې لیکلي، تر کومه چې معتبرې او غیر معتبرې رأیې جلا نه شي، دوی به د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش په بهیر کې ګډون ونه کړي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ټولو کاندیدانو له استازو سره تر دوه ځلي خبرو او بحث وروسته یې په ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر پیل کړی دی.

د دې کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمان ننګ نن د یکشنبه په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ډېر ژر به د رأیو د شمېرنې او تفتیش پایلې مرکز ته را ولېږدول شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمان ننګ
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمان ننګ

دی وایي: "په ټولو ولایتونو کې باید پاتې صندوقونه وشمېرل شي او د بیا شمېرنې د پروسې پایلې او د پایلو فورمې مرکز ته را ولېږل شي، ډېر ژر به په ولایتونو کې دا بهیر په بشپړه رونټیا پای ته ورسېږي."

په ورته وخت کې دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم د تېر په څېر د دې بهیر له پیله هرکلی کړی دی.

د دې انتخاباتي ټیم یو ویاند رضوان مراد ازادي راډیو سره خبرو کې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې د قانون پر بنسټ خپل کارونه مخته یوسي او هر څومره ژر چې ممکنې وي، د افغانستان خلکو ته د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

بل خوا بیا په یو شمېر ولایتونو کې د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې له‌خوا د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش د بهیر د درلو په هدف د ولایتي کمېسیونونو د دفترونو د تړلو خبر هم ورکړل شوی دی.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هېڅ څوک حق نه لري چې د دوی د قانوني عمل پر وړاندې ودرېږي.

XS
SM
MD
LG