د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

رحماني: د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه یرغمل استادان ښايي ژوندي نه وي


ښاغلي رحماني نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته په خبرو کې، د دغو دوو استادانو او طالب زندانیانو په تبادله کې راغلي ځنډ ته په اشارې دا خبره وکړه.
ښاغلي رحماني نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته په خبرو کې، د دغو دوو استادانو او طالب زندانیانو په تبادله کې راغلي ځنډ ته په اشارې دا خبره وکړه.

د افغانستان د ولسي جرګې ريیس میر رحمن رحماني وايي، د امریکايي پوهنتون دوه استادان چې وسله‌والو طالبانو یرغمل نیولي، ښایي ژوندي نه وي.

ښاغلي رحماني نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته په خبرو کې، د دغو دوو استادانو او طالب زندانیانو په تبادله کې راغلي ځنډ ته په اشارې دا خبره وکړه.

خو طالبانو وايي، دواړه یرغمل ژوندي دي او دوی د تبادلې لپاره د امریکایانو اقدام ته په تمه دي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې رئیس د دې موضوع په اړه طالبان بې قوله، بې ارادې او د پرېکړې د واک په نه درلودو تورن کړل او ویې ویل چې، دا ډله ان د زندانیانو د ازادۍ صلاحیت نه لري.

ښاغلي رحماني وویل، د افغانستان حکومت د امریکايي پوهنتون د استادانو د خلاصون په بدل کې د انس حقاني او د حقاني شبکې د دوو نورو غړو د تبادلې په اړه، له ولسي جرګې سره مشوره هم نه ده کړې.

د هغه په خبره، د دې احتمال هم شته چې شاید هغه دوه استادان چې طالبانو یرغمل کړي وو، نور ژوند نه وي.

نوموړي وویل: "طالبانو وښوده چې د جګړې او سولې په اړه د پرېکړې واک نه لري او ان د زندانیانو د ازادېدو پرېکړه هم د دوی په واک کې نه ده. دا هم احتمال لري چې شاید امریکايي استادان نور ژوندي نه وي."

ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې سه شبنې په ورځ (عقرب ۲۱مه) اعلان وکړ چې د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې به انس حقاني او دوه نور مهم طالبان له زندانه خوشې کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې سه شبنې په ورځ (عقرب ۲۱مه) اعلان وکړ چې د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې به انس حقاني او دوه نور مهم طالبان له زندانه خوشې کړي.

خو ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي ازادي راډیو سره خبرو کې دا ښاغلي رحماني خبرې رد کړې او ویې ویل، د افغانستان امریکايي پوهنتون دواړه استادان ژوندي دي.

د تېرې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو د ازادۍ په بدل کې به له بګرام زندان څخه د انس حقاني په ګډون د حقاني شبکې دوه نور غړي مالي خان او عبدالرشید عمري ازاد کړي.

ښاغلي غني وویل، ددغو طالبانو د ازادي پرېکړه ددې لپاره هم شوې چې ددغې ډلې او حکومت ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي. کابل کې د امریکا سفارت د زندانیانو د تبادلې په تړاو د ولسمشر غني اعلان یو شجاعانه اقدام وباله.

دا چې ولې د زندانیانو د تبادلې بهیر تراوسه نه دی بشپړ شوی، په اړه یې د افغانستان حکومت او په کابل کې د امریکا سفارت څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني د پنج‌شنبې په ورځ د واشنګټن د سولې په انسټېټیوت کې د وینا پرمهال وویل، سره له دې ولسمشر د خپلو پرېکړو ټول جزییات نه ورسره شریکوي، مګر داسې ورته برېښې چې د تبادلې پلان ناکام شوی دی.

اغلې غني وویل، فکر کوي چې د معاملې یوې خوا د خپلو ژمنو له سرته رسولو مخ اړولی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی تبادلې ته چمتو دي او هر کله چې د دوی درې غړي "مشخص خوندي ځای" ته ورسېږي، دوی به د امریکايي پوهنتون استادان هم ازاد کړي.

له دې وړاندې یو شمېر کورنیو رسنیو راپور ورکړ چې د ولسمشر تر اعلان یوه ورځ ورسته د انس حقاني په ګډون درې طالب بندیان قطر ته ولېږل شول، خو بېرته بیا بګرام ته راستانه کړل شوي دي.

طالبان بیا وايي، تر اوسه د دوی بندیان له بګرام زندانه نه دي ازاد شوي.

د سیاسي چارو شنونکی وحیده مژده چې د طالبانو فعالیتونه له نږدې څاري، ددغو زندانیانو د تبادلې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د هغه قرارداد له مخې چې امریکا یې له قطر سره لري، امریکا اجازه نه لري چې د نورو هېوادونو وګړي خپلو اډو کې وساتي، شاید افغانستان ته د دغو درېیو تنو د بېرته راستنولو دلیل همدا وي."

بل لورته بیا پخوانی طالب چارواکی معتصم اغا جان وايي، ښايي په کابل او لوګر کې وروستي بریدونه د دې لامل شوي چې دا تبادله وځنډېږي.

په مشروط ډول د انس حقاني په ګډون د مالی خان او عبدالرشید عمري د ازادۍ له پرېکړې وروسته، په لوګر کې د بهرنیو عسکرو د موټرو کاروان په نښه شو او په سبا یې بیا په کابل کې د یوه بهرني امنیتي شرکت پر موټرو برید وشو.

خو د دغو بریدونه مسوولیت تراوسه چا نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG