د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

کندز کې سږکال د قره‌قل پوستکو صادراتو کې کموالی راغلی


دغه پوستکي ځکه له وریو زر اېستل کیږي چې ګل یا په پوستکي کې جوړې کرښې خرابې نه شي.
دغه پوستکي ځکه له وریو زر اېستل کیږي چې ګل یا په پوستکي کې جوړې کرښې خرابې نه شي.

په کندز کې د تېرکال په توپېر سږکال د قره‌قل پوستکو په صادراتو کې کموالی راغلی.

قره‌قل یو ډول پسونه دي چې له زېږېدو سره سم حلالیږي او پوستکې ترې ویستل کیږي، دغه پوستکي ځکه له وریو زر وېستل کیږي چې ګل یا په پوستکي کې جوړې کرښې خرابې نه شي.

په دغه ولایت کې د قره‌قل پوستکو یو تن سوداګر عبدالباقي ازادي راډيو ته وویل، چې په تېرو کلونو کې له دې ولایت څخه د قره‌قل ۷۰ زره پوستکي صادرېدلي، خو سږکال یوازې ۷ زره د قره‌قل پوستکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

هغه وویل: "د وچکالۍ او دغه راز په بهرنیو بازارونو کې د تقاضا د کموالي له کبله سږکال د قره‌قل پوستکو په نرخونو او صادراتو کې کموالی راغلی، نو په همدې دلیل سږکال سوداګرو د قره‌قل د پوستکو رانېولو څخه ډډه وکړه."

په ورته مهال کې د کندز یو تن مالدار دوست محمد وايي، چې سږکال د قره‌قل پوستکو نرخ ټيټ و، نو په همدې دلیل مالدارانو د قره‌قل د وریو له حلالو څخه ډډه او ساتلو ته یې توجه وکړه.

نوموړی وايي: "تېرکال د قره‌قل پوستکو بازار ډېر ښه وو یو پوست ۴۲ ډالره قیمت درلود خو سږکال یو پوست ۱۴ ډالرو ته راټېټ شوی و، نو په همدې خاطر مالدارانو خپل وري وساتل او حلال یې نه کړل."

له دې سره سم په کندز کې د پانګونې او سوداګرۍ خونې چارواکي هم وايي، چې په تېرو کلونو کې له دې ولایت څخه بهرنیو هېوادو ته د قره‌قل پوستکي صادرېدلي، خو سږکال په صادراتو کې کموالی راغلی.

د نوموړې ادارې ویاند مسعود وحدت په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د قره‌قل پوستکو په صادراتو او سوداګرۍ چارو کې خورا کموالی راغلی او حتا ویلی شو چې کابو دغه کار و بار د هېرېدو په حال کې دي، هېله من یو چې اړوند ادارې د قره‌قل پوستکو سوداګرۍ ودې ته توجه وکړي."

په ورته وخت کې په بلخ ولایت کې د شمال د قره‌قل پوستکو د انسټيټوټ ادارې مدیر محمدعارف هم وايي، چې د قره‌قل پوستکي کورنۍ بازار نه لري او دغه راز په بهرنیو بازارونو کې هم تقاضا کمه شوي او له کبله د قره‌قل پوستکو نرخونه هم راټيټ شوي دي.

عارف زیاتوي: "له پخوا د قره‌قل پوستکو کورنۍ بازار چندانې ښه نه و او په زیاته پيمانه د قره‌قل پوستکي ډنمارک او فېنلنډ ته صادرېدل، خو اوس مهال ډنمارک ته هم صادرات نه لرو ځکه هلته هم کمپنۍ تقاضا نه لري، په ټوله کې په بهرنیو بازارنو کې د تقاضا کچه راټېټه شوي."

په عین حال کې په کندز کې د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي د قره‌قل د وریو حلالول ناسم عمل بولي او دغه راز خبردارې ورکوي، که چېرې مالداران د قره‌قل وریو حلالولو ته ادامه ورکړي، نغدۍ جریمه کېږي.

ددغې ادارې دچاپېریال د څارنې کارپوه محمد رفیع ایوبي په دې اړه یې وویل:"د قره‌قل د وریو حلالولو او د پوستکو پلورلو په اړه دکندز د چاپېریال ساتنې ادارې تل خپلې اندېښنې څرګند کړي دي او د ملي ادارې له لورې هم مونږ ته سپارښتنه شوې چې باید د قره‌قل د وریو حلالو مخه ونیسو او مونږ د قره‌قل وریو حلالول منع کړي او که څوک په دې عمل لاس پورې کړي جریمه کيږي."

له ډېرې پخوا زمانې راهیسې د افغانستان په شمال او شمال ختېځ ولایتونو کې د قره‌قل پسونو روزنه د خلکو ترمنځ رواج لري او دغه راز د مالدارانو او سوداګرو لپاره د عوایدو مهمه سرچېنه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG