د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

میک: د خصوصي ښوونځيو جوړېدو او فعالیت کې د پوهنې وزارت مقرره له پامه غورځول کېږي


دغې کمېټې د چهار شنبې په ورځ (عقرب/لړم ۱۵مه) له پوهنې وزارت څخه خپلې ارزونې پنځم راپور له رسنیو سره شریک کړ.
دغې کمېټې د چهار شنبې په ورځ (عقرب/لړم ۱۵مه) له پوهنې وزارت څخه خپلې ارزونې پنځم راپور له رسنیو سره شریک کړ.

له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې خپلواکه ګډه کمېټه (میک) وايي، په افغانستان کې خصوصي ښوونځي د پوهنې وزارت د مقررې خلاف فعالیت کوي.

دغې کمېټې د چهار شنبې په ورځ (عقرب/لړم ۱۵مه) له پوهنې وزارت څخه خپلې ارزونې پنځم راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د راپور موندنې ښيي چې د خصوصي ښوونځيو د فعالیت په تړاو د پوهنې وزارت د مقررې ډيری موارد نه پلې کیږي او د جوړېدو او فعالیت په دوام کې یې فساد موجود دی.

د میک د چارواکو په وینا، سره له دې چې یو شمېر خصوصي ښوونځیو د ودانیو او درسي موادو په برخه کې د پوهنې وزارت لخوا ټاکل شوي شرایط نه دي پوره کړي، خو بیا هم ورته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

په راپور کې راغلي، خصوصي ښوونځي د پوهنې وزارت د مقرري خلاف له زده کونکو زیاد فیس اخلي او ددې کار لپاره یې ازاد بازار پلمه کړی.

د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب د مقررې خلاف د خصوصي ښوونځيو له لوري د یو نوي نصاب جوړېدل بل هغه ټکی دی چې په دې راپور کې ورته اشاره شوې ده.

له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې خپلواکې ګډې کمېټې د دارالانشاء رئيس میوند روحاني وايي، په ځینو خصوصي ښوونځيو کې مذهبي افکار تدریس کیږي او حتي د طبعي علومو مضامینو ته یې هم اسلامي بڼه ورکړې ده.

ښاغلي روحاني وویل: "فساد موجود دی او هغوی خپله په دې خبره اعتراف کوي. یعنې یو ښوونځی چې د پوهنې وزارت د مقررې خلاف جوړ شوی وي، زیات زیان رسولی شي."

د هغه په خبره، له خصوصي ښوونځيو څخه د پوهنې وزارت څارنه کمزورې ده.

میک په خپل راپور کې دا هم ويلي چې د خصوصي ښوونځيو په تړاو ټاکل شوې مقررې د پوهنې وزارت لخوا د پلې کیدو وړ نه دي او همدا لامل دی چې ادارې فساد ته یې زمینه برابره کړې ده.

خو د پوهنې وزارت وايي، د خصوصي ښوونځيو په پخوانۍ مقررې کې ستونزې وې چې اوس په کې تعدیلات راغلي او ډير ژر به تصویب او نافذ شي.

د دغه وزارت ویاندې نوریه نزهت د چهار شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "زموږ په پخوانۍ مصوبه کې یو لړ ستونزې وي، خو په دې برخه کې اوس یوه نوې مقرره جوړه شوې ده چې، د یو لړ اصلاحاتو وروسته به ډیر ژر پلې شي."

له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې خپلواکې ګډې کمېټې د پوهنې په برخه کې د اداري فساد په تړاو د پوهنې وزارت ته ځینې سپارښتنې کړې وې چې ددغې کمېټې د غړو په وینا په ټولیز ډول یط یو شمېر پلې شوي او یو شمېر نور د پلې کېدو په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG